غزني کې د الجزيرې او اسوشيېټېډ پرېس خبريال رحمت‌الله نېک‌زاد ووژل شو

غزني ولايت کې سرچينې وايي، ناپېژاندو وسله‌والو د ياد ولايت د خبريالانو د اتحاديې رييس، د الجزيرې ټلويزون او اسوشيېټډ پرس خبريال رحمت‌الله نېک‌زاد وواژه.

د غزني د امنيې قومندانۍ وياند احمدخان سيرت او د ياد ولايت د روغتون رييس ډاکټربازمحمد همت دغه خبر تاييدوي.

امبولانس موټر، کار ځپلي خلک او د صالح د « نازولي» واده

تېره ورځ د کابل انټرکانټيننټل هوټل ته نږدې سړکونه د څو ساعتونو لپاره تړلي وو. د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، دا سړکونه ځکه تړلي وو چې په یاد هوټل کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د زوی واده و.

د پلازمېنې اوسېدونکي د سړکونو له بندېدو شکایت کوي او وايي، د صالح د زوی واده د خلکو ورځنیو فعالیتونو ته زیان رسولی دی.

ولسمشر ته د سيما سمر کنايه؛ د دوسيې له نه جوړولو مو مننه!

جمهوري رياست تېره ورځ د بشري حقونو او نړیوالو اړيکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر له دندې ګوښه کړه.

سيما سمر نن پر خپله ټوېټرپاڼه له ولسمشره د ګوښه کېدو په اړه مننه کړې او ويلي يې دي چې بايد يو نيم کاله وړاندې له دندې ګوښه کړل شوې وای.

کابل؛ د تېرې ورځې برید کې د وژل شويو شمېر ۱۰ او د ټپیانو ۵۲ ته پورته شو

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د ولسي جرګې د غړي خان‌محمد وردک د موټرو پر کاروان د تېرې ورځې ترهګریز برید کې د وژل شويو شمېر ۱۰ او د ټپیانو ۵۲ ته پورته شوی دی.

صالح نن دوشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، له ټپیانو یوازې ۶کسان یې په روغتون کې پاتي او نور یې چې سطحي ټپیان وو، خپلو کورونو ته تللي دي.