Asset 1SWN

سلام وطندار

د کورونا دویمه څپه؛ په یوه شپه او ورځ کې ۱۵ کسان مړه شوي

unnamed-8-248x165

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په یوه شپه او ورځ کې د ۲ زره او ۲۱۴ شکمنو کسانو نمونې کتل شوي چې له ډلې یې د ۲۱۱ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د روغتیا وزارت وايي چې په همدې موده کې ۵۴۳ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۰ زره او ۸۸۸ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې ۲ زره او ۸۹ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه راز، ۳۹ او ۷۰۱ کسان بیا بېرته رغېدلي دي.

د یادو شمېرو پر بنسټ، تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۸۲ زره او ۵۹۹ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

په نړۍ کې تر اوسه له ۷۷ میلیونه او ۲۲۰ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې له یو میلیون او ۷۰۰ زرو نه ډېر یې مړه شوي او له ۵۴ میلیونه او ۱۲۶ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل او روسیه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېر قرباني اخیستې ده.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام