په ملګرو‌ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ اعلان کړی چې د دې استازولۍ مرستیال او وزیر مختار محمدولي نعیمي په ملګرو‌ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

دې استازولۍ نن په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په ملګرو‌ملتونو کې د افغانستان د مخکیني استازي غلام‌محمد اسحاقزي له استعفا وروسته، د محمدولي نعیمي روغتیایي ستونزو ته په پام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له لوري نصیراحمد فایق په ملګرو‌ملتونو کې دې څوکۍ ته د سرپرست په توګه ټاکل شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې موده کې محمدولي نعیمي چې روغتیا یې هم ښه نه وه، خو بیا یې هم د ملګروملتونو په ناستو کې په عادي توګه ګډون کاوه.

په ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې محمدولي نعیمي په رسمي توګه د دې استازولۍ د وزیرمختار او مرستیال سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

دغې استازولۍ زیاته کړې چې یاده موضوع له دې وړاندې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر له لوري د ملګرو‌ملتونو د سرمنشي له دفتر سره شریکه شوې وه.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې نصیراحمد فایق خپلې مخکینۍ دندې ته چې د افغانستان استازولۍ د وزیرمختار مستشار و، دوام ورکړي. فایق له دې وړاندې په یوه ټویټ کې له خپلې دندې د لرې کولو هڅې توطیه بللې وه.

دا داسې مهال ده چې د مخکیني حکومت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت له راتګ سره سم په ملګرو‌ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولي څوکۍ پر سر یو‌شمېر جنجالونه راپورته شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسلامي امارت یادې څوکۍ ته قطر کې د خپل سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین نومولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام