راشدخان د شل اووره سیالیو تازه درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړ

د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د نارینه‌وو د نړیوالو شل اووره سیالیو په اعلان شوې تازه درجه بندۍ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې درې توپ‌اچوونکي په لسو غوره لوبغاړو کې راغلي دي. د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، راشدخان د ۷۱۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د شل اووره سیالیو د توپ‌اچوونې برخه کې لومړی ځای خپل کړی دی.

د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ یو هراتی ځوان اول‌نومره شو

د ازموینو ملي اداره نن شنبه د لړم ۱۴مه د یو لړ مراسمو په لړ کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور د ازموینې پایلې اعلان کړې. د یادې ادارې د اعلان مخې، سږ کال له هرات ولایت څخه د سلیمان ولد غلام جیلاني په نوم یو زده‌کوونکی په ۳۵۵ نمرو د سږني کانکور عمومي اول نمره اعلان شوی دی.

د «سولې او عدالت ملي خوځښت» د موجودیت اعلان وکړ

د «سولې او عدالت ملي خوځښت» سیاسي جریان د یو‌شمېر سیاسي، فرهنګي او د مخکیني حکومت د ځینو څېرو په غړیتوب د موجودیت اعلان وکړ. اتمر زیاته کړې، که افغانستان کې مشروع نظام رامنځته نه‌شي، نه یوازې هېواد کې به ناورین  پراخ شي، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره به هم جدي ستونزې رامنځته کړي.

محمدولي نعیمي په ملګرو‌ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازی ټاکل شوی

په ملګرو‌ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي اعلان کړی چې د دې استازولۍ مرستیال او وزیر مختار محمدولي نعیمي په ملګرو‌ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې موده کې محمدولي نعیمي چې روغتیا یې هم ښه نه ده، خو بیا یې هم د ملګروملتونو په ناستو کې په عادي توګه ګډون کاوه.

بریټانیا له افغانستان سره ۷۵ میلیونه پونډه مرسته کوي

 د بریټانیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له افغانستان سره ۷۵ میلیون پونډ چې ۹۹ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته کوي. د بریټانیې د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټراس د جي۷ هېوادونو غونډې ته په خپلې وینا کې ویلي چې د «بېړنیو مرستو» دغه کڅوړه د افغانستان خلکو ته د خوراکي توکو، روغتيايي خدمتونو، سرپناه او اوبو د برابرولو لپاره په نظر کې نیول شوې ده.

د اروپايي ټولنې ۱۵هېوادونه ۴۰۰۰۰ افغانانو ته د مېشتېدو زمینه برابروي

اروپايي ټولنې ویلي، د دغې ټولنې ۱۵ غړو هېوادونو هوکړه کړې چې ۴۰۰۰۰ افغانان به په خپلو هېوادونو کې مني او د مېشتېدو اسانتیاوې به ورته برابروي. د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې یلوا یوهانسون پرون د اروپايي ټولنې هېوادونو د کورنیو چارو او عدلیې وزیرانو ترمنځ له ناستې وروسته دغه اعلان وکړ.

پر رسنیو محدودیت به د رسنیو د سقوط لامل شي

د افغانستان د ژورنالستانو ټولنې د رسنیو مسوول مسرور لطفي د امر بالمعرف او نهې عن المنکر وزارت له لوري د رسنیو پر وړاندې د نوې کړنلارې د خپرېدو په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت غواړي رسنۍ محدودې کړي.

امریکا له افغانستان سره ۱۴۴ میلیونه ډالر مرسته وکړه

امریکا له افغانستان سره خپلې نوې بشري مرستې اعلان کړې. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې له ناورین ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۱۴۴ میلیونه ډالره نوې بشري مرستې ځانګړې کړي دي. د دغه وزارت په خبره، له نویو اعلان شویو مرستو سره په افغانستان او سیمه کې له افغان کډوالو سره په روان کال کې د امریکا د بشري مرستو کچه ۴۷۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د پخوانیو جهادي رهبرانو نوې جبهه؛ شنونکي یې جوړېدل امتیاز اخیستل بولي

یوشمېر سیاسي او پخوانیو جهادي څېرو چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره له هېواده تښتېدلي، له هېواده بهر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي مقاومت عالي شورا په نوم د یوې نوې جبهې له رامنځته کېدو څخه خبر ورکړی.

بایډن افغان پناه‌غوښتونکو ته څه باندې ۹۷۶ میلیون ډالره ځانګړي کړل

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکړې چې د بېړنیو مرستو د صندوق له بودیجې څخه ۹۷۶.۱ میلیون ډالره د افغانستان پناه ‌غوښتونکو سره د مرستې لپاره ولګوي. د سپينې مانۍ ویناپاڼه کې ویل شوي چې دغه پیسې په دوه یا څو اړخیز ډول ورکول کېږي.

د افغانستان په اړه د مسکو ناسته؛ د طالبانو په رسمیت‌‌پېژندل اجنډا کې نشته

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد له چین او پاکستان سره په خبرو کې غواړي چې د مسکو په ناسته کې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې اعلان کړي. خو د طالبانو په رسمیت پېژندل په دغه اجنډا کې نشته. د مسکو ناسته نن د روسیې په پلازمېنې مسکو ښار کې جوړېږي.

ملا برادر؛ د ټایمز مجلې د ۲۰۲۱کال اغېز لرونکې څېره

د ټایمز مجلې د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۲۰۲۱ کال د نړۍ د سلو اغېز لرونکو څېرو په نوملړ کې اعلان کړی دی. په هغه مطلب کې چې د ملا عبدالغني برادر د پېژندنې په اړه خپور شوی، پکې لیکل شوي چې: «ملا عبدالغني برادر د طالبانو په ډله کې په ۱۹۹۴ کال کې د دغه تحریک له بنسټ اېښودونکو څخه شمېرل کېږي. یو اغېزمن پوځي مشر او د احترام وړ شخصیت دی.»

د طالبانو د حکومت د کابینې غړي څوک دي؟

د طالبانو له لوري د پلازمېنې کابل او ولایتونو له نیولو درې اوونۍ وروسته، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون په یوې خبري غونډه کې د طالبانو د نوي حکومت او د سرپرستې کابینې نوملړ اعلان کړ. د یاد نوملړ پر اساس، ملا محمد‌حسن آخوند د ریاست الوزرا سرپرست، ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي يې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي. د دې ترڅنګ، د ۱۹ وزارتونو لپاره سرپرستان هم د طالبانو له لورې معرفي شوي دي.