ملګرو ملتونو پرېکړه کړې چې په دغه سازمان کې د افغانستان د استازي څوکۍ به د طالبانو سرپرست حکومت ته ورنه کړي. دغه پرېکړه پرون چهارشنبه د ملګرو ملتونو د ځانګړې کمېټې له لوري نیول شوې ده.
دغې څوکۍ ته د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري ټاکل شوي نوماند سهیل شاهین نن په خپل ټویټرپاڼه د ملګرو ملتونو پر دغې پرېکړې نیوکه کړې. هغه وايي چې دغه پرېکړه د « اصولو او عدالت» پر بنسټه نه ده او د «افغانستان د خلکو مشروع حق» ترې اخیستل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال نوموړي هیلهمندي ښودلې چې ملګرو ملتونه به ډېر ژر دغه څوکۍ د طالبانو د چارسمبالي حکومت استازي ته ورکړي.
د سهیل شاهین په وینا، طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ ورکړه به د دې زمینه برابره کړي چې د افغانستان د خلکو ستونزې هوارې شي او کولای شي چې له نړۍ سره د دوی تعاملاتو ته لاره هواره کړي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو چارسمبالي حکومت دوه میاشتې وړاندې سهیل شاهین ملګرو ملتونو ته د خپل استازي په توګه وړاندیز کړی وو.
له دې وړاندې غلاممحمد اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه دنده ترسره کوله، خو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته نوموړي په دغه سازمان کې له وینا کولو ډډه وکړه.
.