۱۵کلنه زینب په کابل کې د هغو ماشومانو له ډلې یوه ده چې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره له سهاره تر ماښامه په دغه ښار کې د خلکو بوټان رنګوي. هغه له خپل کوچني ورور سره له دې امله دې کار ته اړ شوې چې د اسلامي امارت په راتلو سره یې معیوبه پلار خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس وزګاره شوی.

زینب غوښتل ښوونځي ته لاړه شي او لوست وکړي، خو د ژوند ناخوالو یې دا هیله ترې واخیسته او اوس اړ ده چې پردی مزدورۍ ته ملا وتړي، څو هغه او کورنۍ یې ژوندي پاتې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 نوموړې وايي،«زه غواړم درس ولولم، خو د ژوند مشکلات اجازه نه راکوي، ستونزې هېڅ نه خلاصیږي. مخکې له دې چې اسلامي امارت راشي، پلار مې کراچۍ چلوله، خو اوس کار نشته او مونږ مجبوره یو چې کار وکو او کور ته ډوډۍ راوړو. کاریګر نه لرو، زه اتم ټولګي کې یم.»

احمد سمیع یو بل ماشوم دی چې د خپل پلار د بې مسوولیت له امله اړ شوی چې ښوونځی پرېږدي او په خپله وینا یې، د مزدورۍ لار پسې لاړ شي. نوموړی وایي چې د پلار د بې‌غورۍ له امله اړ شوی چې په دې کم عمر کې کار ته لاس کړي او د کورنۍ د غړو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي. د سمیع مور هم هره ورځ د نورو په کور کې کار کوي، څو ماشومان یې د شپې وږي پاتې نه شي.

د ماشومانو د حقونو ملاتړی نجیب ببرک‌زی په هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر زیاتېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، اسلامي امارت باید د کارګرو ماشومانو بد وضعیت ته د پای ټکی کېږدي. نوموړی زیاتوي چې پنځه میاشتې وړاندې هم د دغو ماشومانو شمېر ډېر وو او د اسلامي امارت په راتلو سره دغه شمېره ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده. هغه له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د ماشومانو وضعیت ته جدي پام وکړي او په دې برخه کې له ملګرو ملتونو څخه مرسته وغواړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د کارګرو ماشومانو د ژوند وضعیت ښه‌والي لپاره د یو لړ پروګرامونو خبر ورکوي او وايي چې اسلامي امارت نه یوازې ماشومانو ته، بلکې د هېواد اقتصادي وضعیت ښه والي لپاره کار کوي. هغه وايي چې د ماشومانو د وضعیت ښه‌والي لپاره هڅې کوي او د یو لړ پلانونو په پلي کولو سره غواړي چې ماشومان له درنو کارونو راوګرځوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت په راتګ سره هېواد کې د بېکارۍ او فقر کچه نوره هم لوړه شوې او دغه وضعیت د هغو ماشومانو شمېر زیات کړی چې درانه کارونه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام