د رییس الوزرا لومړي مرستیال عبدالغني برادر نن په کابل کې له صنعت‌کارانو سره په یوې ناسته کې له نړیوالې ټولنه وغوښتل چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

نوموړی وايي چې نړۍ د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په موضوع کې د خپلو ګټو په لټه کې ده او اسلامي امارت هم د خپل ملت له ګټو دفاع کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه، نړیواله ټولنه چې اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني، د خپلو ګټو په لټه کې دی او امارت هم خپلې ګټې لري او دفاع به ترې کوي. د برادر په وینا، هر هېواد ځان ته ګټې لري او اسلامي امارت د خپل هېواد ګټو ته ژمن دی او هر هغه څه چې د ملت په ګټه وي، دوی به یې عملي کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال برادر له امریکا څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي. د اسلامي امارت له راتګ سره هم‌مهاله امریکا د افغانستان بانک نږدې ۱۰میلیارده ډالر شتمني کنګل کړه چې تراوسه د یادو پیسو د ازدولو په اړه د اسلامي امارت د چارواکو هڅې پایلې نه دي ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام