د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي توماس وېسټ په مشري پلاوی نن د قطر پلازمېنې دوحه کې د اسلامي امارت له چارواکو سره ګوري.

ټاکل شوې دواړه لوري به په دې لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې، اقتصادي ثبات، بشري حقونو، له ګواښ سره مخ کسانو په خوندي وتلو، د نجونو ښوونځیو پر پرانېستلو او نورو مسلو خبرې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

قطر ته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشري د پلاوي سفر سره‌ هم‌مهاله، د چارو شنونکي په دې باور دي چې د نړۍ دوه قطبي‌کېدو او د اسلامي امارت او د امریکا پلاویو ترمنځ خبرو ته په پام، د اسلامي امارت پروړاندې د امریکا او ملاتړو په ستراتیژۍ کې یې بدلون او نرمښت لېدل کېږي.

د چارو کارپوه نصرت‌الله حقپال وویل، دا چې د نړۍ ستر قدرتونه غواړي خپلې لیکې پیاوړې کړي، امریکا افغانستان کې له رامنځ ته شوې تشې او د روسیې او چین رول څخه وېره لري.

د نوموړي په وینا، امریکا غواړي دغه تشه ډکه کړي، ځکه یې اسلامي امارت سره د خبرو او تعامل سیاست غوره کړی دی.

نوموړي وویل: «د امریکا سیاست بدل شوی او کوم څه چې اوس روان دي، ښايي له دې وروسته ځینې نور اقدامات هم ووینو. ځینې نورې خبرې او نوښتونه او پرمختګونه هم ووینو. په دې خاطر دا ناسته هم روانه ده، فکر کوم پایلې به یې مثبتې وي او ځینې نور پرمختګونه به هم وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، هدفونه د انزوا په سیاست کې نه‌شي ترلاسه کېدی، نو اړینه ده چې پر موضوعاتو خبرې وشي او پایله ترلاسه شي.

د نړیوالو چارو کارپوه محب‌‌الله شریف وایي، اسلامي امارت پر دې پوهېږي چې په یوازې توګه حکومت کول ستونزمن کار ‌دی او امریکا هم په دې پوهېږي چې اوس کوم بل بدیل نه‌لرې، نو دا لامل شوي چې د دواړو لورو ترمنځ له څه مودې وروسته قطر کې د مهمو مسلو پر سر ناسته وشي.

د یادونې ده چې امریکايي لوري سره د خبرو لپاره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی تېره ورځ قطر ته تللی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر دې وړاندې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې رپوټ ورکړی وو چې امریکا او اسلامي امارت پر دې کار کوي چې څنګه وکړی شي د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه آزاده او د افغانستان بانک په واک کې ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام