د غور ولايت په دولتيار ولسوالي کې يو سړى د سوی یا خرګوش د ښکار پر مهال وژل شوى دى. دا پېښه نن سهار د دولتیار ولسوالي په “پشتهنور” سیمه کې رامنځته شوې ده.
يوې سرچينې چې نه غواړي نوم یې واخيستل شي، سلاموطندار ته وويل، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دولتيار ولسوالي د پشتهنور سيمې يوشمېر اوسېدونکي د سوی د ښکار لپاره د دې ولسوالي بازکها کلي ته تلي و چې د ښکاریانو په ناڅاپي ډزو کې یو تن ووژل شو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سرچینې زیاته کړې چې د دې پېښې د څېړنې لپاره د دولتیار ولسوالي محلي مسوولان سیمې ته تللي او تراوسه معلومه نه ده چې په اړه به یې څه پرېکړه کوي. د غور محلي مسوولان تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر محمدحماس وایي چې د پېښې په اړه کره جزيیات نه لري او د پېښې د بشپړ جزییاتو د موندلو په هڅه کې دي. د هغه په وینا، د وحشي ژویو ښکار د افغانستان اسلامي امارت منع کړی او هیچا ته د دې اجازه نه ورکول کېږي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر زیاتوي، که څوک وحشي ژوي ښکار کړي، د اسلامي امارت د محلي مسوولانو له جدي غبرګون سره به مخ شي.