د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د څو ورځو راهیسې د پلازمېنې په بازارونو کې د ترکاري بیې لوړې شوي او دوی یې د پېرلو توان نه‌لري.

د پلازمېنې اوسېدونکي همداراز شکایت کوي چې ځینې ترکاري لکه رومیان په بازار کې کم شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د کابل د ترکاري او تازه مېوو مارکېټونو کې پلورونکي بیا د هېواد په بازارونو کې د ترکاري د بیو لوړېدو اصلي لامل پاکستان ته د ترکاري صادرول په ګوته کوي. دوی وايي چې پاکستان د ترکاري لېږد لامل شوی چې د هېواد په بازارونو کې کمه شي.

ترکاري پلورونکي له ا.ا غواړي چې پاکستان ته د ترکاري د لېږد مخه ونیسي او د هېواد په بازارونو کې دې د ترکاري بیې کنټرول کړي.

بل‌خوا د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکي سلام‌وطندار ته وايي چې د کرنیزو محصولاتو په ډېرېدو سره یې بهر ته صادرات هم زیات شوي دي.

 د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند احمد‌جواد دبیر د کابل په بازارونو کې د ترکاري کمښت د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې وروستي سېلابونه یادوي چې د بزګرانو کښتونه یې له‌منځه وړي دي.

نوموړی همداراز وايي چې پاکستان ته د ترکاري د صادراتو په ډېرېدو سره د ترکاري د خرابېدو مخه نیول شوې ده. د نوموړي په وینا چې د تېرو ورځو په پرتله د کابل په بازارونو کې د ترکاري بیه له ۲۰ تر ۴۰سلنه راټيټه شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې پاکستان ته له افغانستان څخه د ترکاري صادرات داسې مهال زیات شوي چې د دغه هېواد د کرنیزو ځمکو ډېره برخه وروستیو سېلابونو ویجاړه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام