پاکستاني پولیسو له تېرو درېوو ورځو راهیسې د اسلام‌اباد او پنډۍ په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل کړې او پولیسو په دغه کار سره د افغان کډوالو ارام اخیستی او خوبونه یې پرې تښتولي دي.

دغه کډوال د پولیسو موټرو له کولې نه د وېرې له کبله خپل کورونه پرېږدي او شپه پر سړکونو او پارکونو کې تېروي، خو ځینې یې بیا د پولیسو لاس ته لوېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په اسلام‌اباد کې یوه افغان کډوال چې له وېرې یې د خپل نوم له اخیستلو ډډه کوله، سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه یې د پولیسو له وېرې له خپلو ماشومانو او مېرمنې سره پر سړکونو سبا کړې ده.

هغه په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې د ویزو وخت تېر شوی، خو لا یې هم په نوي کولو نه‌دی توانېدلی. دغه افغان کډوال وايي: «کورنۍ مې راسره وه او څو نورې افغان کورنۍ هم راسره وې. هغوی ویزې نه لرلې. هر چا په یوه خوا منډې وهلې. په کوڅو او د خاورو او رېګ پر سر پراته وو چې پولیس یې ونه نیسي.»

یوشمېر نورو ته چې له پاکستاني پولیسو یې د تېښتې فرصت نه‌دی موندلی او د هغوی لاس ته ورغلي، اړ شوي چې د خوشې کېدو لپاره پاکستاني پولیسو ته پیسې ورکړي.

په پاکستان کې یوه افغان کډواله رویا شېرزاد چې پرون د شپې تر دوو بجو له خپل کوچني زوی سره، له پولیسو سره وه وايي، که څه هم بېګاه دا خوشې شوې، خو زوی یې لا هم بندي دی او پاکستاني پولیسو یې د خوشې کولو په بدل کې ترې پیسې غوښتې دي.

نوموړې زیاتوي: «د پاکستان په هغه روغتون کې چې زه کار ورسره کوم، زما همکارانو هڅه وکړه او پولیسو ته یې وویل چې هغه یوه قابله ده او خلکو ته خدمت کوي، خوشې یې کړئ. افغان خبریالانو هم ډېره هڅه وکړه او همدا لامل شول چې ما د شپې په دوه‌نیمو بجو خوشې کړي. ډېره هڅه مې وکړه خپل زوی چې تر اوسه کوچنی دی او ناروغ هم و، راخوشې کړم، خو خوشې یې نه کړ.»

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ملګرو ملتونو، د کډوالو او بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی غږ واوري او پر پاکستاني حکومت فشار راوړي، څو د دوی له ځورونې لاس واخلي.

دغه کډوال پر امریکا، کاناډا، اسټرالیا او نورو اروپايي هېوادونو هم غږ کوي چې ژرترژره دې د دوی برخلیک روښانه او له پاکستان څخه دې وباسي؛ ځکه په خبره یې، هلته پاکستاني پولیسو پرې ژوند تریخ کړی او که ویې نه باسي، ښايي بېرته یې افغانستان ته ولېږدوي.

په همدې حال کې د بشري حقونو فعالې منیژې کاکړ چې په پاکستان کې د نیول شویو افغان کډوالو د را خوشې کولو په برخه کې کار کوي، سلام‌وطندار ته ویلي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د افغانانو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده.

هغه وايي چې پاکستاني پولیس تر ډېره افغان کډوال د باج اخیستو لپاره نیسي. نوموړې زیاتوي: «ځینې یې سندونه هم لري او د سندونو وخت یې د جون میاشتې تر پایه دی، خو پولیس یې بیا هم نیسي او د دې لپاره چې پیسې ترې واخلي، ځوروي یې.»

بله‌خوا د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګري هم وايي چې د افغانانو د نیولو لړۍ روانه ده او دوی هڅه کوي چې له پاکستاني چارواکو سره د دغه وضعیت د پای ته رسېدو په اړه خبرې کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په کراچۍ کې د افغانستان سرکونسول عبدالجبار تخاري وايي چې اوس له درې سوو ډېر افغانان د کراچۍ په بندخونه کې دي. هغه زیاتوي: «د ا.ا د هڅو په پایله کې تر اوسه دوه زره، درې سوه او ۶۷ افغانان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي، هېواد ته ستانه شوي، خو لا هم له درې سوو ډېر کسان د پاکستان په بندخونو کې دي.»

د معلوماتو پر بنسټ، پاکستان پولیسو تر اوسه یوازې په اسلام‌اباد کې لسګونه افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي، نیولي او لا هم دا لړۍ روانه ده. د یادونې ده چې په پاکستان کې ډېری مېشت افغانان هغه کسان دي چې کاناډا، امریکا، اسټرالیا او اروپايي هېوادونو ته د لېږد لپاره شېبې شماري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام