Asset 1SWN

ګوټرېش: ا.ا دې له افغانستانه ګاونډیو ته د ګواښ د پېښېدو مخه ونیسي

FILE PHOTO: United Nations Secretary-General Antonio Guterres gestures during an interview with Reuters at the United Nations Headquarters in Manhattan, New York City, U.S., September 15, 2021. REUTERS/Andrew Kelly/File Photo

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د دې سازمان په وروستۍ کلنۍ غونډه کې د خپلې وینا پر مهال د افغانستان په اړه هم خبرې کړي او اسلامي امارت یې غوښتي چې له خپلې خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونه مخه ونیسي.

نوموړي دې غونډه کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو، د بشري حقونو پر ټینګښت، ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار د حقونو پر ورکړې ټينګار کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي چې د افغانستان اوسنی حکومت ټول‌ګډونه دی او په وینا یې، ټول قومونه په‌کې ځای لري.

بلال کریمي زیاته کړه چې اسلامي امارت به چا ته اجازه ورنه کړي، څو د افغانستان له خاورې ګاونډي او نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «د اسلامي امارت حکومت ټول‌ګډونه دی او د ټولو ولایتونو څېرې په‌ کې لیدل کېږي. د اسلامي امارت پالیسي دا نه ده چې هېوادونو سره په تنش کې شي. د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي دي.»

خو د سیاسي چارو شنوونکی، داوود طنین وايي، د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د سرمنشي اندېښنه د وروستیو بدلونونو د واقیعتونو پر بنسټ ده چې اسلامي امارت باید ورته پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل: «ملګري ملتونه چې کومې اندېښنې لري، د افغانستان د واقعیتونو پر بنسټ دي او د نړیوالې ټولنې غوښتنې د افغانانو غوښتنې دي او اسلامي امارت باید ورته پام وکړي.»

نږدې یو نیم کال کېږي چې اسلامي امارت پر افغانستان بیا ځلې ولکه ټینګه کړې، خو تراوسه د هېڅ هېواد له لورې اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

په همدې حال کې د نړیوالو چارو شنونکی همت بصیري په هېواد کې د اوسني وضیعت په اړه وايي، د سیمي هېوادونه وېره لري چې له افغانستانه به ورته ګواښ پېښ شي.

نوموړي وویل: «د سیمې او نړۍ هېوادونه افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه لري او که اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني، نړیوال مشروعیت ته به یې لاره هواره شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره په هېواد کې د ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کول، د بشري حقونو خوندیتوب او له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو ترڅنګ یو لړ نور شرطونه هم وړاندې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام