Asset 1SWN

روغتیا وزارت: افغانستان کې پر اېډز ناروغي د اخته کسانو شمېر کم شوی

0-38-390x220

د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۹۹۸ کال کې د ډسمبر میاشتې لومړۍ نېټه «له ایډز ناروغي سره د مبارزې» نړیوالې ورځې په نوم ونوموله. له هغه را وروسته هر کال دغه ورځ د اېډز ناروغي په اړه د عامه پوهاوي او له اېډز سره د مبارزې په موخه د بودیجې ځانګړي کولو په موخه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت هم سږ کال په افغانستان کې دا ورځ درې ورځې وروسته ونمانځله او مسوولانو په هېواد کې پر اېډز ناروغي د اخته کسانو د شمېر او وضعیت په اړه معلومات ورکړل. د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال محمداسحاق صاحب‌زاده وايي، په هېواد کې پر اېډز ناروغي د اخته کسانو شمېر کم شوی او دوی هڅه کوي چې له منځه یې یوسي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، په روان زېږدیز کال کې یې د ټول هېواد په کچه د اېډز ناروغي ۱۸۳ مثبتې پېښې ثبت کړي چې د تېرو کلونو په پرتله کموالی ښيي.

د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رییس محمدداوود منصوري وايي، اوس په ټول هېواد کې پر اېډز ناروغي ۱۲۰۰۰ اخته ناروغان شته چې له ډلې یې ۱۱۱۶۲ هغه تر درملنې لاندې دي. هغه زیاتوي: «افغانستان کې د اېډز ناروغي خپرېدل کم شوي او ۰،۱ سلنه افغانان پر دې ناروغي اخته دي او د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، په هېواد کې ۱۲۰۰۰ کسان پر اېډز ناروغي اخته شوي دي.»

په همدې حال کې ډاکټران اېډز یوه وژونکې ناروغي بولي او په وینا یې، دا ناروغي د جنسي اړیکې، له مور څخه ماشوم ته او د انسان وینې ته د مېکروبونو د ننوتلو له لارې ولېږدول شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په عامې روغتیا وزارت کې د اېډز ناروغي د کنټرول د پروګرام څانګې ډاکټر ملیار کلیمزی وايي: «پر نشه‌يي توکو ډېری اخته کسان په وجود کې ستنې وهي او موږ دا پلان لرو، کله چې نشه‌یان ستنه وهي، یوازې خپله یې وکاروي. هغه کسان چې پر اېډز اخته دي، باید ژر تشخیص او درملنه یې وشي. دا یې مخه نیولی شي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، په ټوله نړۍ کې هره ورځ ۱۷ کسان پر اېډز ناروغي اخته کېږي او ګڼ‌شمېر یې د نه پوهاوي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام