د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي چې د اسلامي امارت د عامې روغتیا له وزیر قنلدر عباد سره یې لیدلي دي. دواړو لوریو په دې لیدنه کې افغانستان کې د روغتیايي او انساني ناورین په اړه خبرې کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس ویلي، په سپټمبر میاشت کې د عامې روغتیا له وزیر سره کابل کې له خپلې لومړۍ لیدنې وروسته، که څه هم د افغانستان روغتیا برخه کې لږ ښه‌والی راغلی، خو لا هم په دغه هېواد کې وضعیت بېړنی دی او انساني ناورین د خلکو ژوند ګواښي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي اړتیاوو په اړه هم خبرې شوي او د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د ساتنې سربېره، د روغتیايي نظام پیاوړتیا، د ښځو په ګډون د روغتیايي کارکوونکو د روزنې او پر بېړني چمتوالي ټينګار شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس همداراز ټينګار کړی چې اوس په افغانستان د کوویډ‌۱۹ په ځانګړې توګه د اومېکرون د تشخیص وسایلو ته اړتیا ده، ځکه د یاد ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

نوموړي زیاته کړې چې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې له کورونا سره د مبارزې او همداراز د ګوځنډ او شري ناروغۍ د واکسین له کمپاین ملاتړ کوي. د روغتیا سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له افغانانو د ملاتړ لپاره دې خبرو ته دوام ورکړي، څو د افغانستان د اوسېدونکو سلامتي او ارامي تامین شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دې وړاندې هم یو‌شمېر نړیوالو بنسټونو د افغانستان اقتصادي او روغتیايي نظام له پاشلتیا څخه خبرداری ورکړی و او ویلي و، که چېرته دغه هېواد ته بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، د تاریخ تر ټولو ستر بشري ناورین به رامنځته شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام