د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د روان میلادي کال د لومړیو دوو میاشتو په پرتله په تېره میاشت کې په ټول هېواد کې د کورونا «اومېکرون» بڼې پېښې راکمې شوې دي.

د عامي روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر سلام وطندار ته وايي چې دوی د روان کال په جنورۍ کې د کورونا ۴۷۵۶ او په فبرورۍ کې ۱۰۸۶۰ مثبتې پېښې ثبت کړي، خو په تېره مارچ میاشت کې دغه‌شمېر ۲۴۰۰ ته راټيټ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامي روغتیا وزارت ویاند د کورونا واکسین تطبیق او د یاد ویروس پر وړاندې د خلکو د معافیت لوړېدل، هغه څه ګڼي چې له امله یې پر کورونا ویروس د اخته کېدو، مخه نیول شوې ده.

د هغه په خبره، هره ورځ په ټول هېواد کې ۹۰۰۰ کسان د کورونا واکسین ترلاسه کوي. له د دې ټولو سره، د عامې روغتیا وزارت ویاند ټينګار کوي چې لاهم د کورونا د تشخیص کېټونه نه‌لري او مالي ستونزې یې هم  پر خپل ځای پاتې دي.

له دې سره هم‌مهال د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاتوي چې د روغتیا نړیوال سازمان  له لوري ورته یوه داسې مشینرۍ ورکړل شوې چې پرمټ یې د کورونا د بېلابېلو بڼو د تشخیص شونتیا ممکنه ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې ۸.۵ میلیونه کسانو د کورونا ضد واکسین ترلاسه کړی چې لا هم په ۳۷۷ مرکزونو کې خلکو ته د یاد واکسین د لګولو بهیر روان دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام