Asset 1SWN

کورونا په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۶۷ کسان مړه کړي

Coronaaa-p6finr7rfnhs9f7772rynffpkyuxo1t9f2ixge3t0s

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۶۷ کسانو پر کورونا د اخته کېدو له کبله خپل ژوند بایللی او ۹۷۳ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې د ۳ زره او ۴۴۲ شکمنو کسانو د کتنو له ډلې ترلاسه شوې دي.

د رسمي شمېرو له مخې، د مړو شویو کسانو شمېر هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو له پیل راهیسې تر ټولو لوړې هغه دي. په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۳۵۰ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، د مړینې او اخته کېدو د تازه پېښو په ثبت سره هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۹ زره او ۸۶۱ ته او له کبله یې د مړو شویو هغو شمېر درې زره او ۵۲۷ ته ورسېد.



په نړۍ کې بیا تر ننه له ۱۷۶ میلیونه او ۷۶ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې له درې میلیونه او ۸۰۱ زرو نه ډېر کسان مړه شوي، خو له ۱۵۹ میلیونه او ۶۵۸ زرو نه ډېر یې بېرته رغېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر وڅارئ

امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیه او روسیه هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر کسان په‌کې پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې امریکا هغه هېواد دی چې کورونا ترې تر ټولو ډېره قرباني اخیستې او تر ننه په‌کې له ۶۱۴ زرو نه ډېر کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام