یو‌شمېر هغه افغانان چې د مخکیني حکومت له سقوط وړاندې هند ته تللي دي، وایي چې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو له هند څخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته د الوتنو او تګ‌ راتګ بندېدل، د دې لامل شوی چې دوی په هند کې ګیرپاتې شي.

افغانان وایي چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او له دې نور د یاد وضعیت د زغملو وس نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افسر خان جبار‌خېل چې یوه میاشت وړاندې هند ته تللی، وایي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دی او په هند کې د اوسېدو او خوړو لپاره یوه افغانۍ هم نه لري.

په هند کې ګېرپاتې افغانان ټينګار کوي چې په وار وار یې په هند کې د افغانستان له سفارت او د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کړې چې دوی افغانسستان ته ستانه کړي، خو تراوسه یې یادې ستونزې ته رسېدنه نه ده شوې او کومه پایله یې نه ده ترلاسه کړې.



په ورته مهال یوه بله افغانه مرضیه موسوي چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو له امله هند کې ګېرپاتې ده، وايي چې تمه وه یو‌شمېر ګېرپاتې افغانانو ته د ترانزیت ویزه ورکړي او د پاکستان له لارې افغانستان ته وګرځول شي، خو نږدې یوه میاشت کېږي چې دغه ژمنه نه ده عملي شوې او د دې لامل شوې چې خلک هره ورځ ورته په تمه پاتې شي.

په هند کې د افغانانو استازی سیدفرهاد سادات وایي، څه باندې ۱۰۰۰ کورنۍ نږدې دوه میاشتې وړاندې هند ته راغلي او غواړي بېرته خپل هېواد ته ستنې شي. د نوموړي په وینا، په هند کې د افغانستان سفارت له لوري ټول اړین سندونه اخېستل شوي دي، خو تراوسه هېواد ته د دوی د بېرته لېږلو لپاره اقدامات نه دي شوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ومو غوښتل په دې اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نظر هم  له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره-سره بریالي نه شو.

وروسته له هغې چې اسلامي امارت د روان کال د زمري په ۲۴ پلازمېنه کابل تر خپلې ولکې لاندې راوسته، د کابل نړیوال هوايي ډګر د مسافرو او ملکیان د تګ راتګ پرمخ وتړل شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام