هېواد کې ۷۰ سلنه رسنیو خپل فعالیت پريښی

د ژورنالېسټانو د ملي اتحاديې نظرپوښتنه ښيي چې هېواد کې د طالبانو له راتګ وروسته ۷۰ سلنه رسنیو خپل فعالیت پريښی او ۳۰ سلنه یې محدودیتونو ته په پام نشرات کوي.
د دې نظرپوښتنې له مخې، ۳۳ سلنه خبریالان پر خپلو کارونو بوخت دي او ۶۷ سلنه نورو بیا دندې له لاسه ورکړې دي. په نظرپوښتنه کې ۳۳ سلنه نارینه او ۶۷ سلنه ښځینه‌ د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو غواړي چې حقونه یې ورکړي.

له هنده کابل ته د الوتنو بندېدل؛ افغانان هېواد ته د ستنېدو غوښتنه کوي

یو‌شمېر هغه افغانان چې د مخکیني حکومت له سقوط وړاندې هند ته تللي دي، وایي چې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو له هند څخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته د الوتنو او تګ‌ راتګ بندېدل، د دې لامل شوی چې دوی په هند کې ګیرپاتې شي.

د پاکستان لومړي وزیر او د تاجکستان ولسمشر د افغانستان په اړه ټيلیفوني خبرې کړي

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان په یوې ټيلیفوني اړیکه کې د پاکستان له لومړي وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د تاجکستان د ولسمشر دفتر اعلان کړی چې دغه ټيلیفوني خبرې پرون ورځ شوي دي. د تاجکستان د ولسمشر دفتر ویلي، په دغه ټيلیفوني خبرو کې د یاد هېواد او د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

ننګرهار کې د وسله‌والو برید؛ د یوه خبریال په ګډون درې کسان وژل شوي

بېګاه ماښام د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار اړوند په پنځمه حوزه کې ناپېژنده وسله‌والو د سید معروف سادات په نوم د یوه خبریال په ګډون درې کسان وژلي دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې په دغه پېښه کې دوه طالبان وژل شوي او د خبریال سیدمعروف سادات د زوی په ګډون دوه ملکیان ټپیان دي.

جوزجان کې د واده پر مراسمو چاودنه؛ ناوې پکې وژل شوې

د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالي کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې په دغه ولسوالي کې د واده پر مراسمو د لاسي بم چاودنې له امله، ناوې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه مېرمنې ټپي شوې دي. د اقچې ولسوال مولوي نعمت‌الله سلام‌‌وطندار ته وایي چې دغه پېښه پرون ماښام د دغې ولسوالي د «قصر عروس» په هوټل کې شوې ده.