د پوهنې وزارت مسوولان وايي، د نجونو زده‌کوونکو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو بیاپرانیستلو په تړاو به کابل کې د دیني علماوو ناسته جوړه شي.

که څه هم د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان د دغې غونډې د ترسره کېدو په تړاو د کره نېټې په اړه جزییات نه ورکوي، خو وايي، غونډه به ډېر ژر جوړه او پایله به یې مثبته وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ریان سلام‌وطندار ته وویل، ښوونځي ته د نجونو تلل دیني او سنتي اړخ لري، نو په همدې دلیل علما د نویو او د اسلامي شریعت په مطابق د شرایطو په وضع کولو سره، د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستلو طرحه وروستۍ کوي.

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت ویاند هیله‌ څرګندوي چې د دغې غونډې له جوړېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو فعالیت هرڅه ژر له سره پیل شي.

په همدې حال کې د ښوونې او روزنې برخې کارپوهان د نجونو د زده‌کړو دوام لپاره د علماوو رول مهم بولي او له هغوی غواړي چې د نجونو د زده‌کړو ارزښت ته پام او د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو پر بیا پرانیستو ټینګار وکړي.

صدیق پتمن په دې اړه وايي: «موږ هیله لرو چې دیني عالمان د ا.ا مامورین  نه وي. د نورو هېوادونو دیني عالمان هم باید دې ناسته کې ګډون وکړي. همداراز هیله لرو چې دا ناسته د ښوونځیو د بیاپرانستلو لپاره وي، نه دا چې دوی د ښوونځیو تړلو لپاره پرېکړه کړې وي او هېواد انزوا ته بوځي.»

د ښوونې او روزنې بل کارپوه مرتضی خلیلي په دې باور دی چې د نجونو زده‌کړې دیني بحث ته اړتیا نه لري او اسلامي امارت باید له پلمې پرته د ښوونځیو دروازې د نجونو پرمخ پرانیزي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو لپاره د علماوو ناسته داسې مهال ترسره کېدونکې ده چې تر دې وړاندې ځینو ولایتونو کې یوشمېر دیني علماوو ویلي وو، د متوسطه او لېسې دورې نجونو زده‌کوونکو ته دې اجازه ورکړل شي، چې ښوونځیو ته لاړې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام