Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان کې د کرونا واکسين لومړی پړاو د نړيوال بانک په مرسته تطبيقېږي

Covid-19-vaccine-ozd1ea5kc90pgp616w10a2ku746vwhebw6eblp4uqc

 

ولسمشر محمداشرف غني د نړیوال بانک، د افغانستان لپاره د اسیا پرمختایي بانک، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې له مسوولانو سره خبرې وکړې.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه خبرې چې تېره ورځ ماښام د ليندۍ مياشتې په ۱۳مه نېټه د ويډيو کنفرانس له لارې وشوې، ولسمشر غني د نړیوال او اسیا پراختیایي بانکونو له ريیسانو غوښتي چې د کرونا واکسین برنامې د تطبیق په لومړي پړاو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

جمهور ريیس غني، د کرونا ویروس دویمې څپې سره مبارزه، د افغانستان حکومت د عمده لومړیتوبونو څخه وبلله.

د خبرپاڼې له مخې، د یادو بنسټونو مسوولانو د کووېډ ۱۹ واکسین د تمويل په لومړي پړاوو کې د نړیوالې ټولنې د مالي ژمنو چې ټاکل شوې د افغانستان حکومت له لوري د نړیوال بانک په مرسته تطبیق شي، خبر ورکړ.

دوی وویل، ټاکل شوې د دغې برنامې پر بنسټ به د کرونا ویروس دویمې څپې سره د مبارزې په لومړي پړاو کې له ۲۰ نه تر ۴۰ سلنې پورې د واکسین برنامه په افغانستان کې تطبیق شي.

ولسمشر غني له کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړي پړاو کې له عامې روغتیا وزارت سره د همکار سازمانونو د نه ترسره شویو تعهداتو د څرنګوالي په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې جمهور رييس له دې وړاندې د افغان-جاپان روغتون څخه چې په کرونا ویروس د اخته خلکو د درملنې اصلی مرکز دی، لیدنه کړې وه ويلي و چې تراوسه هم طبي تجهیزاتو او امکاناتو ته شدیده اړتیا موجوده ده.

له ولسمشر غني سره په دې خبرو کې د نړیوال او افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانکونو ريیسانو او د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې مسوولانو ژمنه وکړه چې د خپلو اجرااتو راپور به د افغانستان حکومت سره شریک کړ او همداراز يې ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې نړیوال او د اسیا پراختیایي بانکونو او ټولو مرستندویه بنسټونو له افغانستان سره د مالي تعهداتو او مرستې پر یوې بستې کار کړی دی.

د عامې روغتيا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه پورې په افغانستان کې ۴۶ زره او ۹۸۰ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي دي او ۱۸۲۲ کسان له ياد ويروسه مړه شوي دي. همداراز ۳۷ زره او ۲۶ کسان بېره روغ شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام