Asset 1SWN

سلام وطندار

افغان ليکوال رهنورد زریاب د ۷۶ کلونو په عمر ومړ

Zaryab-1-ozp141nobeitmzvz7ehu0nth2utc364gcrmdrb7fkk

 

افغان ليکوال محمداعظم رهنورد زریاب نن د ۷۶ کلونو په عمر ومړ. نوموړی له يو مودې راهيسې په روغتون کې بستري و.

د زریاب له خپلوانو لطف‌الله نجفي‌زاده پر خپله ټوېټرپاڼه د نوموړي مړينه تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې رهنورد زرياب تېرو اوونيو کې پر کرونا ويروس اخته شوی و.

زریاب د ليکوالۍ ترڅنګ په طلوع نيوز ټلويزون کې ايډېټور و. نوموړی په دري ژبه د هېواد مشهور رومان لیکونکی و او د ايران، هند او تاجکستان فرهنګي ټولنو يې له اثارو سره بلدتيا درلوده.

رهنورد زرياب په ۱۳۲۳ کال کې په کابل کې زېږېدلی و. نوموړي خپلې لوړې زده‌کړې کابل پوهنتون کې په ژورناليزم څانګه کې کړې وې او په همدې برخه کې ماسټرۍ يې د برېتانيا وېلز پوهنتون کې بشړه کړې وه.

له نوموړي لسګونه اثار پاتې شول. زرياب له سلو ډېر واړه داستانونه ليکلي او يو څه يې رومانونه ليکلي دي.

زرياب د ۷۰يمو کلونو په لومړيو کې فرانسې ته کډوال شو او د طالبانو له سقوط وروسته بېرته کابل ته راغی.

نوموړي همداراز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د سلاکار په توګه دنده سرته رسولې ده.

د نوموړي مړی کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

د رهنورد زرياب د مړينې په اړه غبرګونونه

ولسمشر محمد اشرف غني او يو شمېر نورو حکومتي چارواکيو د نوموتي ليکوال رهنورد زرياب مړينه لويه ضايعه ګڼلې او کورنۍ سره يې غم شريکي کړې ده.

جمهور رييس وايي، استاد زرياب د خپل عمر ډېر کلونه ليکوالۍ کې تېر کړل، داستان ليکنې او رسنيو کې يو فعاله کس و.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله هم د نوموړي مړينه لويه ضايعه ګڼلې ده.

د بهرنيو چارو وزير محمدحنیف اتمر هم په يوه ټوېټ کې ويلي، رهنورد زرياب افغانستان کې د داستاني ادبياتو الګو وه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د رهنورد زرياب مړينه لویه ضايعه ګڼلې او ويلي يې دي چې استاد زرياب د اصيلو افغاني ادبياتو  غنامندۍ لپاره ډېر کار وکړ او لسګونه اثار ترې پاتې شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام