افغان ليکوال رهنورد زریاب د ۷۶ کلونو په عمر ومړ

افغان ليکوال محمداعظم رهنورد زریاب نن د ۷۶ کلونو په عمر ومړ. نوموړی له يو مودې راهيسې په روغتون کې بستري و.

د زریاب له خپلوانو لطف‌الله نجفي‌زاده پر خپله ټوېټرپاڼه د نوموړي مړينه تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې رهنورد زرياب تېرو اوونيو کې پر کرونا ويروس اخته شوی و.

زریاب د ليکوالۍ ترڅنګ په طلوع نيوز ټلويزون کې ايډېټور و. نوموړی په دري ژبه د هېواد مشهور رومان لیکونکی و او د ايران، هند او تاجکستان فرهنګي ټولنو يې له اثارو سره بلدتيا درلوده.