Asset 1SWN

درېیمه شل اووره لوبه؛ ایا پاکستان به تش لاسونه کور ته ستنه شي؟

f4e9625d43

د پاکستان پر وړاندې په شل اووره نړیوالو لوبو کې د افغانستان د دوو پرله‌پسې بریاوو وروسته نن شپه دواړه لوبډلې وروستۍ شل اووره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن شپه د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان د روانۍ درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ ګټلې او که د نن شپې لوبه وګټي، پاکستان به تش لاسونه کور ته ستنه شي. افغانستان د بېګاه شپې په زړه پورې لوبه کې پاکستان ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او روانه لوبلړۍ یې په لومړي په خپل نوم کړه.

پاکستانۍ لوبډلې یاده لوبه کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکل شویو شلو اورونو کې افغانستان ته د ۱۳۱ منډو هدف ورکړی و چې افغانستان دغه هدف په شل اوور کې ترلاسه کړ.

د پاکستان پر وړاندې له بریا وروسته د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې خلک لارو او کوڅو ته راووتل او دغه بریا یې ونمانځنه. په ورته مهال بېګاه شپه د کابل په ګډون د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د خوښۍ هوايي ډزې هم وشوې چې خلک یې اندېښمن کړي وو.

پاکستان له ۲۰۱۳ کال راهیسې تر دې مهاله افغانستان سره پنځه شل اووره لوبې کړي چې درې یې ګټلي او دوه یې بایللي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په خپلو وروستیو درېوو شل اووره نړیوالو لوبو کې بریا خپله کړې، خو پاکستان بیا خپلې وروستۍ درې شل اووره لوبې بایللي چې دوه یې د افغانستان پر وړاندې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام