Asset 1SWN

شاداب‌خان: که لوبه مې ګټلې وه، ښه لوبډلمشر به یادېدم

shadab-123

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې له تاریخي ماتې وروسته د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر شاداب خان یوې خبري ناسته کې ویلي، که یې لوبه ګټلې وه، نو د یوه ښه لوبډلمشر په توګه به یادېده.

شاداب خان د افغانستان پر وړاندې په دویمه شل اووره لوبه کې له ماتې وروسته په یاده خبري ناسته کې ویلي چې ټول پاکستانیان بریا غواړي او که یې لوبه ګټلې وه، نو ښه لوبډلمشر به و، خو په وینا یې، اوس یې چې لوبه بایللې، خراب لوبډلمشر دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاته کړې چې د یوه لوبډلمشر په توګه یې لوبغالي کې خپله دنده یې په سمه توګه ترسره کړې او د هغه په ټکو کرېکټ کې ګټل او بایلل عادي خبره ده.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر د نویو او ځوانو لوبغاړو څخه ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې لوبډله کې راغلي نوي لوبغاړي په کورني کرېکټ کې ښه ځلېدلې او په وینا یې، د یادو لوبغاړو د خرابې لوبې له امله باید پر دوی نیوکې ونه‌شي.

افغانستان بېګاه شپه له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته پاکستان ته په دویمه شل اووره لوبه کې هم ماته ورکړه او د روانۍ درې شل اووره سیالیو لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه او وروستۍ لوبه به نن شپه په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام