Asset 1SWN

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن سریلانکا سره لوبه لري

349756

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې په یو ورځنیو لوبو کې له لومړۍ بریا وروسته نن د یادې لوبډلې پر وړاندې دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي.

افغانستان له سریلانکا سره د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ سیالي کې سریلانکا ته د ۶۰ منډو په توپیر ماته ورکړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن له غرمې وروسته ۱:۳۰ بجې د سریلانکا په پالیکلي لوبغالي کې پیل شي.

د افغانستان او سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې افغان لوبډلې دوه او سریلانکا درې ځلې بریاوې خپلې کړې دي.

د نن ورځې په لوبه کې به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په ښه دریځ کې وي او د سریلانکا پر وړاندې په دویمې بریا سره به وکولای چې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره خپل مزل نور هم رالنډ کړي.

د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام د هند په کوربه‌توب ترسره کېږي. افغانستان د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو یا د سوپر لیګ په جدول کې اووم ځای لري.

افغانستان تراوسه په دغه لیګ کې ۱۳ لوبې کړي چې ۱۱ یې ګټلي، دوه یې بایللي او په ۱۱۰ امتیازونو سره له پاکستان وروسته اووم ځای کې دی.

د سوپر لیګ د جدول په لومړي ځای کې هند او ورپسې انګلستان دویم ځای لري.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

افغانستان په وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې هېڅ ماته نه ده خوړلې او سریلانکا بیا وروستیو پنځو سیالیو کې دوه بایللي او درې یې ګټلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام