Asset 1SWN

د میدان‌وردګ سیداباد کې د برښنایي پیژندپاڼو وېش مرکز پرانېستل شو

میدان‌وردګ

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره د برښنایي پیژندپاڼو د وېش یو مرکز پرانېستل شوی دی.

د یاد ولایت د سیداباد ولسوالي، ولسوال عبدالغني اخندزاده جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، سیداباد ولسوالي له مرکز میدان‌ښار سره په لرې واټن کې پرته ولسوالي ده چې اوسېدونکو یې نشوای کولای په اسانۍ سره مرکز میدان‌ښار ته لاړ شي او برښنایي پيژندپاڼې ترلاسه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، د سیداباد ولسوالي اوسېدونکو ته د دغه مرکز پرانېستې څخه وړاندې د برښنايي پېژندپاڼو وېش مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې ولس سره به نرم چلند کوي او د دوی د اړتیا له مخې به ورته پېژندپاڼې وېشي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سیداباد ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې د احصايي ریاست له لوري په سیداباد ولسوالي کې د برښنایي پېژندپاڼو مرکز پرانېستل شوی، خو ټینګار کوي چې په دغه ولسوالي کې دې د برښنايي پېژندپاڼو کارکوونکو شمېر لوړ کړي، څو وکولای شي په اسانۍ سره برښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام