د پاکستان حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وروستیو څرګندونو ته چې ویلي و، د افغانستان پر فضا ګرځېدونکې بې‌پېلوټه الوتکې له دغه هېواد راځي، غبرګون ښودلی او د نوموړي دغه څرګندونې یې د افسوس وړ بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ډول تورونه د ډيپلوماټیک چلن له معیارونو څخه سرغړونه او د افسوس وړ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتنه کړې چې له نړیوالو سره د خپلو کړیو ژمنو د عملي‌کېدو په اړه ډاډ ورکړي او د کوم هېواد پر ضد خپله خاوره ونه کاروي.

د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد پرون کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال رسنیو ته وویل، هغه الوتکې چې د افغانستان پر فضا څار کوي، له پاکستان څخه هېواد ته راننوځي.

مجاهد همداراز له پاکستان غوښتي و چې له دغه کار لاس واخلي او په وینا یې چې دغه هېواد دې د افغانستان پر ضد خپله خاوره نه کاروي.

نوموړي وویل: «زموږ د رادار سېسټم امریکا راخراب کړی، خو زموږ معلومات دا ښيي چې دا د پاکستان له خاورې څخه راپورته کېږي او پاکستان ورته لار ورکوي. خو موږ له پاکستان څخه دا غوښتنه کوو چې خپله فضا زموږ په مقابل کې یا زموږ پر خلاف استفاده نه کړي.»

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د کابل شېرپور سیمه کې د امریکايي ځواکونو د بې‌پېلوټه الوتکې په یوه برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ووژل شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت مسوولانو کابل کې د القاعده شبکې د مشر شتون په اړه ناخبري وښوده او د امریکا دغه برید یې د دوحې تړون خلاف کړنه وبلله.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام