د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا «FAO» ویلي چې نیوزیلنډ د افغانستان په څلورو ولایتونو کې څه باندې ۹۴زره افغان کروندګرو سره د دوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاده مرسته کې اصلاح شوي تخونه او نغدې پیسې شاملې دي چې د ننګرهار، کندوز، پروان او میدان وردګ ولایتونو کروندګرو باندې به ووېشل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال خبرپاڼه زیاتوي چې په افغانستان کې د خوړو او کرنې سازمان استازی ریچارډ ټرینچارډ له افغانستان سره د نیوزیلنډ له لومړۍ بېړنۍ مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې کروندګر د کښت لپاره اصلاح شویو تخمونو ته اړتیا لري، څو سږکال ښه حاصلات ترلاسه کړي.

د خوړو او کرنې سازمان همداراز ویلي چې د ۴۹زره کروندګرو لپاره اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي چې هرې یوې کورنۍ ته به د ۱۵۷ ډالرو په ارزښت تخونه ورکړل شي چې د یوه کال لپاره د یوې اووه کسیزې کورنۍ د اړتیاو وړ غنمو د تولید لپاره کافي دي.

د دغه سازمان په وینا، څه باندې ۴۵زره کروندګرو باندې ۱۰۰ ډالره ووېشل شي چې په کلیو کې په وړو او مهمو پروژو کې پر کار بوخت دي. همداراز به زرګونه نورو کروندګرو ته د کار په بدل کې د مرستو زمینه برابره شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د راپورونو پر بنسټ، افغانستان کې شاوخوا ۸۰ سلنه خلک پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو سږ کال د اقتصادي او وچکالۍ له امله له ډېرو ننګونو سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام