د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز نن په کابل کې یوه کنفرانس ته د وینا پرمهال د افغانانو له وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړه.

لاینز نن «د افغانستان اقتصاد» تر سرلیک لاندې کنفرانس کې وویل چې افغانستان کې رامنځته شوي ناورین نه یوازې دغه هېواد، بلکې ګاونډي هېوادونه هم زیانمن کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه چې افغانستان کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی دی.

لاینز همداراز څرګنده کړه چې د بندیزونو لرې کولو او بشردوستانه مرستو راټولو لپاره د نړیوالې ټولنې له یوشمېر بنسټونو سره هڅې روانې دي او تمه ده چې پایله به ورکړي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د رییس‌‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي د تېرو شلو کلونو په موده کې شوې مرستې غیرشفافې وبللې او وویل چې دغه بشردوستانه مرستې افغانانو ته نه دي رسېدلي.

حنفي ټينګار وکړ چې اسلامي امارت هغو مرستو ته اړتیا نه لري او نه یې هم اخلي چې سیاسي شرط ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د افغانانو د ژوند وضعیت اغېزمن شوی دی. د یوشمېر نړیوالو بنسټونو د ورکړل شویو رپوټونو پر اساس افغانان تر بل هر وخت بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او که چېرته مرسته ورسره ونه‌شي، له یوه ستر بشري ناورین سره به مخ شي.

 

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام