د بهرنیو چارو وزارت په «افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت» په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې راپور بې‌بنسټه او درواغ بللی دی.

 د ملګروملتونو د امنیت شورا څار ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعده شبکه د اسلامي امارت تر واک لاندې خوندي مرکزونه لري او د دې شبکې غړي په ازاده توګه افغانستان کې خپل فعالیت کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې راغلي چې د اسلامي امارت په راتلو سره د القاعده شبکې مالي سرچینې پراخې شوي او اسلامي امارت له ۲۰۲۲ کال راهیسې افغانستان کې خپل واک نور هم ټینګ کړی او ۴۱ غړي یې چې د ملګروملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي، د کابینې او نورو لوړو پوستونو کې ګومارل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د هر ډول زیان څخه مخنیوی شوی او هېواد کې د القاعده شبکې حضور په اړه د ملګروملتونو راپور له واقعیت څخه لرې دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د خپلو کړیو ژمنو پربنسټ، اجازه نه‌ورکوي چې افغان خاور د بل هېواد پر ضد وکارول شي او تل یې هڅه کړې چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د باور فضا رامنځ ته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې، کره سرچینو څخه د اطلاعاتو په راټولولو ټینګار شوی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او له دغه هېواد څخه نورو هېوادونو ته د ګواښ په اړه راپورونه خپاره شوي وو چې اسلامي امارت تل رد کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام