د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د عراق له بېلابېلو زندانونو څخه ۲۵ افغان بندیان ازاد شوي دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا تکل پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې عراق کې د افغانستان سفارت په هلو ځلو دغه افغان بندیان راخوشې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي لیکلي چې یاد افغانان د قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله د یاد هېواد په بند‌خونو کې زنداني وو.

احمدضیا تکل لیکلي: «دبهرنيو چارو وزارت او په بغداد کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت په هلو ځلو د هېواد ٢٥ تنه اتباع چې د عراق جمهوري دولت په زندانونو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بنديان ول ازاد شول، او د اړینو اسنادو له برابرولو وروسته هېواد ته راستانه شول.»

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا تکل همداراز لیکلي چې یاد وزارت به د نړۍ په نورو هېوادونو کې د بندي‌ افغانانو د خوشې کولو لپاره خپلې هڅې وکړي.

د عراق له زندانونو دغه افغان بندیان داسې مهال راخوشې کېږي چې لاهم په یو‌شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې ګڼ‌شمېر افغانان بندیان دي.

په همدې حال کې د روان کال د چنګاښ په ۱۳مه د افغانستان د زندانونو چارو د سیمون ادارې مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي و چې دا مهال ایران کې شاوخوا ۴۵۰۰ افغان کډوال بندیان دي.

د یادې ادارې ویاند محمدنسیم لالهاند هغه مهال سلام‌وطندار ته ویلي و، د تېرو دوو کلونو پر مهال په دوو بېلابېلو پړاونو کې ۱۱۱۸  افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

هغه ویلي و: «دا مهال شاوخوا ۴۵۰۰ افغانان ایران کې بندیان دي او تراوسه په دوو پړاونو کې ۱۱۱۸ افغان کډوال چې ایران کې بندیان وو، افغانستان ته لېږدول شوي دي.»

بل‌خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ عمومي مدیر علي‌رضا محمودي بیا رسنیو ته ویلي و چې د دغه هېواد په زندانونو کې شپږ زره افغان کډوال بندیان دي.

د وروستیو څو کلونو پر مهال درې میلیونه او ۵۰۰زره افغانان ایران ته کډوال شوي چې د خپاره شویو راپورونو له مخې، وخت ناوخت د دغه هېواد د پولیسو او خلکو له لوري له فزیکي ځورونې سره مخ کېږي.

د افغانستان په بل ګاونډي پاکستان کې هم د وروستۍ یوې میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د نیونې لړۍ چټکه شوې. د راپورونو له مخې، دغه هېواد کې هغه افغان کډوال هم نیول کېږي چې قانوني اسناد هم لري.

بل‌خوا پرون چهارشنبه د تلې پنځمه کابل کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو له زورونې لاس واخلي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان دې افغان کډوالو سره له ناسم چلن ډډه وکړي او وویل چې د یاد وضعیت دوام به د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هېواد کې د کلونو جګړې او ناخوالو له امله میلیونونه افغانان پردیو هېوادونو ته کډوال شوي او له وطن لرې، یوې داسې راتلونکې ته زیار باسي چې خنډونو او کړاوونو سره مل ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام