Asset 1SWN

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: شاوخوا ۵۰ سلنه سوداګریز توکي د ایران له لارې را واردېږي

128813

له هغه وروسته چې د ایران د سوېلي خراسان د ګمرک عمومي مدیر وویل چې له دې لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو ټرانزیټ درې برابره زیات شوی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان هم وايي چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې د افغانستان تر نیمايي زیات واردات د ایران د چابهار او عباس بندر له لارو کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان‌جان الکوزي سلام‌وطندار ته ویلي، د پاکستان له ټرانزیټي لارو افغانستان ته د توکو واردات تر ۷۰ سلنې کم شوي او په مقابل کې یې د ایران له ټرانزیټي لارو د توکو واردات تر ۵۰ سلنې لوړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «له ایران سره مو ټرانزیټ او هم سوداګري ډېره شوې. لامل یې هم په کراچۍ کې د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو جوړېدل دي چې هغوی یې اړ کړل، څو دا لاره وکاروي. د چابهار او عباس بندر اسانتیاوې او امکانات یې د زیاتېدو لامل دی.»

الکوزی ټینګار کوي چې په تېر لمریز کال کې د افغانستان د وارداتو ارزښت څه باندې اووه میلیارډه ډالره و او تر ټولو ډېر واردات هم د ایران له لارې شوي وو. نوموړی وايي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په دویم ځای کې راتلل او تر ۱۵ سلنې پورې نور واردات د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې شوي وو.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد هم وايي چې افغانستان ته د ایران له لارې د وارداتو کچه لوړه شوې ده. هغه د دغو وارداتو د زیاتېدو لامل په چابهار او عباس بندرونو کې د امکاناتو او اسانتیاوو برابرېدل او له افغان سوداګرو سره د ایران همکاري بولي.

نوموړی ټینګار کوي چې افغانستان له تېر ۱۴۰۲ کال راهیسې له ایران سره له دوه میلیارډه ډالرو زیاته سوداګري کړې ده.

په ورته وخت کې یوشمېر سوداګر د ایران ټرانزیتي لارې د سوداګرۍ لپاره اسانه بولي، خو زیاتوي چې پر وړاندې یې د ځینو ستونزو حل ته اړتیا ده.

افغان سوداګر محمد مخلص وايي: «چابهار بندر تراوسه سل سلنه فعال شوی نه‌دی؛ موږ هیله لرو چې دغه بندر فعال شي. دا اسانه لاره ده، خو څو ستونزې لري؛ زېربناوې باید جوړې شي، د توکو پېرلو لپاره بهرنیو کمپنیو ته زموږ پیسې نه ورلېږدول کېږي، په درې ځایونو کې بارونه ښکته پورته کېږي؛ دا ستونزې باید حل شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ایران د سوېلي خراسان د ګمرک عمومي مدیر وايي، تېر کال د ماهي‌رود ګمرک له لارې د ۱۹ زره او ۹۳۶ باروړونکو موټرو په ارزښت توکي افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.

د هغه په وینا، په دغو توکو کې کارول شوي وسايل او خوراکي توکي شامل دي چې د ماهي‌رود ګمرک له لارې له ترکيې، متحده عربي اماراتو، روسيې، اندونيزيا او وېتنام څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام