Asset 1SWN

د پاکستان تازه پرېکړه؛ له ویزې پرته افغان موټرچلوونکي دغه هېواد ته نه‌شي راتلی

vlcsnap-2023-10-18-09h43m16s513

د پاکستان لنډ‌مهالي حکومت تازه پرېکړه کړې چې دغه هېواد ته د تګ‌راتګ لپاره افغان سوداګر او د باروړونکو موټرو چلوونکي باید پاسپورټونه او د یاد هېواد ویزې ولري.

د یاد هېواد د تازه پرېکړې سره هم‌مهاله د افغان سوداګرو څه باندې۳۰۰۰ باروړونکي موټر پاکستان کې ایسار پاتې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

له دې سره  یاد موټرچلوونکي «سه‌شنبه د نومبر ٢١مه» چې پخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ پېښور ته د تګ اجازه ورکړل شوې وه، له ویزې پرته پاکستان ته نه‌شي ورتللی.

تورخم کې د باروړونکي موټرچلوونکي شهزاد میر د پاکستان له دې پرېکړې اندېښمن دی. «له دې وړاندې له ویزې پرته تلو پاکستان ته او اوس یې ویزه او پاسپورټ جبري کړی. دا موږ ته ستونزې جوړوي، له حکومت غواړو چې موږ سره همکاري وکړي.»

په ورته مهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان هم د پاکستان له‌خوا پر افغان سوداګرو له لګول شویو شرطونو او محدودیتونو اندېښنه ښيي.

د دې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان‌جان الکوزي سلام وطندار ته وویل: «لومړی دا چې یوه کس ته په یوه میاشت کې ویزه نه‌ورکول کېږي او دویم دا چې زموږ د تازه مېوو د صادراتو وخت دی او ستونزې جدي دي. موږ په وار دا ستونزې شریکې کړي، خو تراوسه نه‌دي حل شوي.»

بل‌خوا د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې د پاکستان فشارونه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په زیان بولي.

د نوموړي په وینا، پاکستان هر څه ته له سیاسي اړخه ګوري چې له امله یې تل سیاسي اړیکې خرابېږي. «ډیورنډ کرښه کې ستونزې جوړوي، له شک پرته چې افغان سوداګرو ته له ویزې بغییر د تګ اجازه نه‌ورکول به د افغانستان او پاکستان ترمنځ راکړه ورکړه کمه کړي او اړ یو چې پر بدیلو لارو غور وکړو.»

په همدې حال کې د ا.ا مسوولان ډاډ ورکوي چې د افغان سوداګرو د دغو ستونزو د حل لپاره هڅه کوي. د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته وویل، د دې ستونزې د هواري لپاره له پاکستاني چارواکو سره اړیکې نيول شوي دي.

نوموړی وايي، د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره د پاکستان پر بدیلې لارې هم غور کوي. هغه وویل: «تراوسه پاکستان ژمنه کړې چې دا ستونزې به حل شي او موږ په تمه یو. افغانستان کوښښ کوي، څو د هېواد لپاره پر بدیلولارو هم فکر وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له دې ستونزو سره سره، افغانستان تراوسه نه دی توانېدلی چې هند او سوېلي اسیا ته د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره له پاکستان پرته، د چابهار په څېر له نورو لارو کار واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام