Asset 1SWN

د پاکستان کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو سلګونه کانټینر درول شوي

501968-natotruckstrade-1359869897

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې د پاکستان کراچۍ بندر کې په سوداګریزو توکو بار د افغانستان سلګونه کانټینرونه درول شوي او د دغه هېواد حکومت ورته د تګ اجازه نه ورکوي. 

د دغې خونې سرپرست یونس مومند نن کابل کې یوې خبري غونډې د وینا پر مهال وویل چې پاکستاني چارواکو له تېرو دوو اوونیو راهیسې د افغان سوداګرو د توکو لېږد لپاره له دوه تر درې چنده لوړه بیه ټاکلې چې دا د افغانستان بازارونو کې د توکو د بیو د لوړېدو لامل کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان پاکستان څخه غواړي چې افغان سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاووې برابرې کړي. دوی اسلامي امارت څخه هم وغوښتل چې بالمثله عمل وکړي.

د افغانستان ـ پاکستان د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي وویل: «موږ له پاکستان غواړو چې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته کړي، که د موټرو درېدل همداسې دوام ولري، موږ اړ یو چې د کراچۍ بندر بدیل لارې ولټوو.»

په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، د پاکستان کراچۍ بندر کې په سوداګریزو توکو بار د افغانستان سلګونه کانټینرونو درولو ستونزې ته د رسېدو لپاره پاکستاني چارواکو سره پر خبرو بوخت دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان زیاتوي چې نن یې په سوداګریزو توکو بار شاوخوا ۵سوه کانټینرونه چې اندونیزیا او مالیزیا څخه د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل، چهابهار بندر ته استولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام