Asset 1SWN

 افغان سوداګر له پاکستان څخه ۱۷ قلمه توکي په کلدارو واردولی شي

Img202111061314062271

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ويلي چې افغانستان ته ۱۷ قلمه توکي په پاکستانۍ کلدارو صادرېدلی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دغو صادراتي توکو کې چرګان او محصولات یې، غوښه، سمنټ، درمل، مېوې، سبزیجات، مالګه، وریجې او د جراحۍ وسایل شامل دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، دا پرېکړه د دې لپاره شو چې د دغه هېواد صادرات د ډالرو د کمښت تر اغېز لاندې رانه شي.

احمدخان د پاکستان د دغه اقتصادي سیاست موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو زیاتوالی بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې د بهرنیو اسعارو پر استفادې بندیز لګېدلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام