Asset 1SWN

افغانستان تېر کال د ۳۹ میلیونه ډالرو زیره صادره کړې

images-q4rrsd3025stegg989o72no00c7ulu37tzmhmpg2vc

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې افغانستان په ۱۴۰۱ کال کې نږدې ۳۰ زره ټنه زیره چې ۳۹ میلیونه ډالره کېږي، صادره کړې ده.

دغه وزارت د یک‌شنبې په ورځ پر ټویټر لیکلي چې زیره د افغانستان د ارزښتناکه محصولاتو له ډلې یو کرنیز محصول دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد وزارت ویلي چې په کندهار، روزګان، بادغیس، بدخشان او هرات ولایتونو کې تر ټولو ډېره زیره تولیدېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت زیاته کړې چې د دغه وزارت ارزونې ښيي چې د صادراتي محصولاتو کیفیت او معیاري بسته‌بندۍ ته پام د افغانستان د صادراتي محصولاتو ارزښت زیاتوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام