Asset 1SWN

پر ښځو محدودیتونه؛ سوداګرې مېرمنې: نوي حکومت کې بهر ته صادرات نه‌لرو

636450727835288044-AFP-AFP-TS8DD-94909803

هېواد کې یوشمېر سوداګرې ښځې وايي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې کاروبار خراب شوی دی.

دغو سوداګرو مېرمنو سلام‌وطندار ته وویل چې د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې به یې یو‌شمېر هېوادونو ته خپل سوداګریز توکي لېږل، خو اوس یې کاروبار خورا محدود شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نفیسه دانش چې د زعفرانو کاروبار کوي، وايي، پخوا به یې ۱۲ هېوادونو ته زعفران صادرول او ۲۱ کارکوونکو ورسره په دایمي توګه کار کاوه، خو له کله راهیسې چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړی، صادرات یې په ټپه درېدلي او یوازې څلور فعاله کارمندانې لري.

نوموړې وویل: «اوسني حکومت کې صادرات نه‌لرو او په کور دننه پلور لرو. څلور پنځه میاشتې کېږي چې خرڅلاو نه‌لرو. مخکې به مو هند، امارات، کوېټ، امریکا، جرمني، کاناډا او ترکیې ته صادرات لرل. اوس عاید نه‌لرو. که داسې وي، نو ښايي درې څلور میاشتې خپل کار ته دوام ورکړو. اوس هم کرایې ته حیرانې یوو.»

په ورته مهال یوه بله سوداګره امنه حق‌دوست بیا وايي، له دې وړاندې یې کابل او بدخشان کې د خوراکي توکو سوداګري کوله. د نوموړي په وینا، د بدخشان ځانکړي خواړه او خوراکي توکي به یې خرڅول، خو اوس یې بدخشان کې هټۍ‌ تړل شوې ده.

هغې سلام‌وطندار ته وویل چې دا مهال یوازې د کابل په څو ولسوالیو کې خپل توکي پلوري او پخوا به یې د ورځې له څلور تر پنځو بوریو اووړه څخه خواړه چمتو او پلورل.

امنه حق‌دوست زیاتوي چې ډېری کارکوونکې یې وزګارې شوي او لس سلنه عاید هم نه‌لري.

په ورته مهال د افغان ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرسته ممتاز یوسف‌زۍ وايي، دوی سره د ۴ زره او ۵سوه ثبت شویو او فعاله متشبثو مېرمنو له ډلې، دامهال یوازې یو زر او ۲سوه سوداګرې ښځې فعاله دي.

هغې سلام‌وطندار ته وویل، د اقتصادي پروژو نشتون او د سوداګرۍ ویزو ترلاسه کولو کې ستونزې تېر یونیم کال کې د سوداګرو ښځو پر وړاندې اصلي ننګونو څخه دي.

نوموړې وویل: «له ۱۷ میاشتو راهیسې د ښځو پر وړاندې اقتصادي ستونزې او محدودیتونه زیات شوي. د ښځو کاروبار خراب شوی او خصوصي سکټور کې ښځو فعالیت کاوه. د دغو شرکتونو کارونه بند شوي او د جواز اخیستلو له امله یې کارونه بند شوي دي. اوس د جواز بیه لوړه شوې او ۱۷ میاشتو کې مو له هېواد باندې نندارتون نه درلود.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې ده چې هېواد کې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا کچې لوړېدل او پر ښځو د ټولنیزو محدودیتونو وضع کول لامل شوي چې سوداګرې ښځې د خپلو فعالیتونو په برخه کې ګڼو ستونزو سره مخ شي او ځينې ان خپلو سوداګریزو فعالیتونو څځه لاس په سر شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام