کندوز یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر نورو زیاتې غالۍ تولیدوي او د غالیو ډېر اوبدونکي او تولیدونکي هم چهاردرې، قلعه‌زال او امام‌صاحب ولسوالیو څخه د ترکمن قوم وګړي دي.

کندوز کې بېلابېل ډوله غالۍ تولیدېږي، خو تر ټولو زیاتې یې وزیري، بشیري او بخارايي ښه پلور لري. حاجي عبدالرحیم کندوز ښار کې له غالۍ پلورونکو څخه دی. نوموړی وايي چې هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته یې کاروبار خراب شوی دی. هغه زیاته کړه چې د دغه صنعت سوداګرو هېواد خوشې کړی او اوبدونکي یې هم ورځ تر بلې کمېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کندوز کې د غالیو دغه پلورونکی وايي، که اسلامي امارت دې برخې ته پام ونه کړي، خلک به دغه صنعت څخه لاس واخلي.

نوموړي وویل: «هره ولسوالي خپله ځانکړې غالۍ لري. بې‌وزله خلک یې اوبدي چې اوس تارونه هم قیمته شوي او تر درې مټره پورې غالۍ په دو میاشتو کې اوبدي او په لس زره افغانۍ یې پلوري.»

عبدالشکور هم تېرو ۳۵ کلونو راهیسې کندوز ښار کې د غالیو کاروبار کوي. نوموړی وايي چې دامهال مالي زیانونو سره مخ دی. د نوموړي په وینا، د غالیو صادرات او بازار له سقوط سره مخ دی او د سوداګرۍ وزارت مسوولان هم دې برخه کې توجه نه‌کوي.

هغه زیاته کړه چې پخوا به د امام صاحب ولسوالي یو مټر درېیمه درجه غالۍ په ۶۰ ډالره پلورل کېده، خو اوس ۳ ډالرو ته راکمه شوې ده.

عبدالشکور وايي چې نږدې دوه کاله وړاندې یې غالۍ پېرلې وې چې اوس یې څوک په ۳۰۰۰۰ افغانۍ هم نه اخلي. د  د نوموړي په وینا، واردات او صادرات نشته او څوک یې وضعیت ته پام نه کوي.

شمال ختیځ زون کې د غالۍ پلورلو اتحادیې مشر عبدالله کلانتري وايي، کندوز ولایت کې شل ډوله غالۍ تولیدېږي، خو د دغه صنعت د سوداګرو کمېدو هغوی اندېښمن کړي دي. د هغه په وینا، دولتي او خصوصي ادارې دې د بهرنیو تولیداتو پر خای له وطني غالیو څخه استفاده وکړي.

نوموړي وویل: «تېرو کلونو کې ناامني وه او انسان تښتونکي او غله ډېرو چې سوداګرو خپل کاروبار پرېښود او کابل، مزار ته لاړل. هیله‌مند یو چې بیا خپل کار پیل کړي، خام مواد له بهره واردېږي او ځينې وخت له محلي موادو کار اخلو.»

په ورته وخت کې د کندوز د صنعت او سوداګرۍ رییس غلام‌علي عیدي‌زاده وايي، دغه ولایت کې د غالیو تولیدان ښه دي خو صادرات یې کم شوي. هغه وویل، د افغانستان زیاتره غالۍ پاکستان ته او له هغه ځای د یاد هېواد په نوم بسته‌بندي کیږي او نورو هېوادونو ته صادریږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کندوز کې د غالیو صنعت ټکني کېدو څخه اندېښنې داسې مهال زیاتې شوي چې تر دې وړاندې هېواد کې د قره‌قل پوستکي، د کلالۍ او مس‌ګرۍ صنعت هم له رکود سره مخ شوی او د دې برخې کاروباریانو د مسوولانو نه ملاتړ څخه اندېښنه ښوودلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام