د غالیو د صادراتو ټولنې مشر نوراحمد نوري سلام‌وطندار ته وايي، سره له دې چې د غالیو د تولید او صادراتو پر وړاندې ستونزې ډېرې دي، خو په تولید او صادراتو کې یې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د هوا له لارې لس سلنه صادرات لري او له ۹۰ سلنې ډېر بیا د پاکستان له لارې ترسره کېږي. هغه د غالیو د تولید او صادراتو د زیاتېدو ستر لامل د ګڼ‌شمېر خلکو وزګارتیا وبلله او زیاته یې کړه چې له همدې امله خلکو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې او تولید یې زیات شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «هوایي دهلیزونه بند دي او د هوا له لاري لس سلنه صادرات لرو چی دوبۍ ته پا کام ا‌یر او اریانا الوتکو کې استول کېږی. له هغه ځایه بیا نورو هېوادونو ته ځی. له ۹۰سلنې ډېر صادرات د پاکستان له لارې دي.»

د غالیو د صادراتو د ټولنې مشر د غالیو د تولید په برخه کې د یو لړ ستونزو یادونه کوي او وايي، د غالیو د خامو توکو بیې بیا تر ۸۰ سلنې لوړې شوي او د صادراتو په برخه کې هوایي دهلیزونه ډېر کمزوري دي.

هغه څرګنده کړه چې پاکستان د افغانستان غالۍ په خپل نوم او نښان د نړۍ نورو هېوادو ته صادروي او بانکي سیستم ستونزې لري چې د پلورل شویو غالیو پیسې په ډېرو ستونزو سره هېواد ته رالېږدوي.

د هغه په وینا، د نوي حکومت په راتلو سره د غالیو یو‌شمېر سوداګر هم نورو هېوادونو ته تللي او هلته یې کار پیل کړی دی.

په همدې حال کې د غالیو یو سوداګر محمدعظیم هم د غالیو صادراتو او تولید کې زیاتوالی مني، خو وایي، که هوایي دهلیزونه په سمه توګه فعاله شي، نو ښايي د غالیو صادرات تر دې هم زیات شي. دا په داسی حال کی ده چې روان کال کې شاوخوا ۹۰۰ زره میټریک غالۍ نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مونږ هڅه وکړه د موضوع په تړاو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نظر هم ترلاسه کړو، خو له بیا بیا اړیکو نیولو سره بریالي نه شوو. دغه‌راز د سوداګری او صنایعو خونی چارواکي هم مرکې ته حاضر نه‌شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام