نن د هرات ولایت د ګمرک ریاست مخې ته د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه، د زعفران‌کارانو ټولنې، سوداګرو مېرمنو او د مدني ټولنو یو‌شمېر غړو په یوې خبري ناسته کې د هېواد په ګمرکونو په ځانګړې توګه د هرات په ګمرک کې د پراخ فساد له امله، خپل اعتراض څرګند کړ.

دوی وایي، د ګمرکونو کار کوونکي د حکومت له عاید څخه غلا کوي او میلیاردر شوي چې اوس د عیاشۍ او مستۍ لپاره ایران، ترکیې او دوبۍ ته په جګر ځي. د دغو اعتراض کوونکو په وینا، د ګمرک یو عادي کار کوونکی په ورځنۍ کچه ۱۵۰۰۰۰ افغانۍ عاید لري.

په دغه خبري ناسته کې د سیاسي چارو فعال نعیم غیور وایي، د افغانستان په ګمرکونو په ځانګړې توکه د هرات په ګمرک کې د پراخ  فساد شتون، خلک پوځې ته راوستي دي. غیور چې څه موده یې د هرات د پولیسو د کشف په څانګه کې کار کړی وایي، د ګمرکونو یو‌شمېرکارکوونکي او مافیا د حکومت عاید د خپلې عیاشۍ پر محفلونو لګوي.

هغه وایي: «زه شاهد لرم چې یو هلک چې د ګمرک په لومړۍ دروازه کې دنده لري، د ورځې ۱۵۰۰۰۰ افغانۍ عاید لري او یو بل ځوان چې په دویمه دروازه کې کار کوي هغه بیا د ورځې ۸۰۰۰ افغانۍ پیدا کوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونۍ د نفت او ګازو د کمېټې مرستیال سید‌مسعود سادات په دې خبري غونډه کې وویل چې د هرات په ګمرک کې باج اخیستل او له محصول اخیستو پرته د موټرو اېستل عادي شوي دي.

نوموړی وایي، په هرات ګمرک کې د لوړې بیې مالونه په ډېره ټيټه بیه محصولېږي او پیسې شخصي جېبو ته لوېږي.

د هغه په وینا، د ګمرک فاسدان حکومت ته معلوم دي او حکومت یې باید په ډاګه کړي.

هغه وویل: «د څو کلونو په موده کې حتا یو بوتل رېډبول او مانسټر انرژي او یا نورې بهرنې انرژي او نور هغه مالونه چې لوړه بیه لري، په اسلام‌قلعه ګمرک کې له محصول پرته تېرېږي، په داسې حال کې چې په ورځنۍ کچه ډېر‌شمېر ګانټینرونه راځي.»

په هرات کې د افغانستان د زعفران کارانو د ټولنې ریس بشیر‌‌احمد رشیدي په دې خبري ناسته کې د تېرکال په پرتله د زاعفرانو په بیه کې د ۵۰سلنې د ټيټوالي خبر ورکوي او وایي، په داسې حال کې چې هره میاشت له هرات څخه ټنونه زعفران بهر ته لېږدول کېږي، خو د دغه ولایت په بازارونو کې د زعفرانو بیه ورځ تربلې رالوېږي.

نوموړی د هرات په بازارونو کې د زعفرانو د بیې د لوېدو لامل، په ناقانونه توګه دغه ولایت له ایران څخه د زعفرانو واردول په کوته کوي او وایي، امنیتي او کشفي بنسټونه په دې برخه کې ناغېړي کوي.



په هرات کې د افغانستان د زعفران کارانو د ټولنې رییس خبرداری ورکوي او وایي، یو‌شمېر هغه کړۍ چې د افغانستان د زعفرانو د بدنامولو په لټه کې دي که یې مخه ونه نیول شي، د زعفرانو صنعت به له ورکې سره مخ شي.

په همدې حال کې په دغه خبري ناسته کې یو‌شمېر سوداګرو مېرمنو او د مدني ټولنې غړو وویل چې د هرات د ګمرک په اداره کې د سرپرستانو د دندو دوام او د سکنرونو نه‌شتون په دغه اداره کې د پراخ فساد لامل شوی دی.

 د مالیې وزارت د ګمرکونو د ادارې مرستیال عمر مومند د هېواد په ګمرکونو کې د فساد شتون مني او وایي، د ګمرکونو هغه ادارې چې له ګمرک سره سرو کار لري، هغه هم په فساد کې ښکېلې دي.

هغه په وروستیو څو میاشتو کې د هېواد په ګمرکونو کې د سمون خبره کوي او وایي چې د دغو اصلاحاتو له امله د هېواد د ګمرکونو په عوایدو کې د ۵میاشتو په ترڅ کې د تېرکال د همدومره مودې په پرتله ۲۷سلنه ډېروالی راغلی دی. د نوموړي په وینا، د تېر ۱۳۹۹کال په ۵میاشتو کې د ګمرکونو عواید ۲۲.۴میلیارده افغانۍ وې چې دغه شمېر د روان کال په ۵میاشتو کې ۲۵.۵ ته لوړې شوې دي.

د سلام‌وطندار ټویټر‌پاڼه وڅارئ

د هرات د ګمرک رییس نثاراحمد ناصري په دغه ګمرک کې د فساد شتون مني، خو وایي چې  په  تېرو دوو میاشتو کې د راغلو اصلاحاتو له امله، په همدومره موده کې د تېرکال په پرتله د هرات د ګمرک په عوایدو کې ۲۴سلنه ډېروالي راغلی دی.

 په همدې حال کې د هرات والي په دې ناسته کې وویل چې په ګمرکونو کې د اصلاحاتو چارې پیل شوي دي.

 د هرات په ګمرک کې د پراخ فساد په اړه دغه نیوکې په داسې حال کې دي چې څو اوونۍ وړاندې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر په یوې خبري غونډه کې ویلي و چې په اسلام‌قلعه ګمرک کې د خلکو زورول ډېر شوي او هره ورځ په میلیونونه ډالر د حکومت له عواید څخه شخصي جېبونو ته ځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام