د افغانستان په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو غالۍ نړۍ کې لومړی مقام لري، خو صنعت‌کاران او پلورونکي یې وايي چې د ننګونو زیاتېدو یې پر کاري بهیر منفي اغېزې کړي دي.

دوی د مواصلاتي لارو تړل کېدو، د صادراتو بهیر خرابېدو، د امکاناتو نه‌شتون او د اسلامي امارت نه‌همکارۍ څخه شکایت کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هېواد شمال کې د غالیو د صادراتو او وارداتو ټولنې پخوانی مشر عبدالستار بېګزاد وايي، هغه ځمکه چې د صنعت‌کارانو لپاره ځانګړې شوې او پرې څه باندې یو نیم میلیون امریکايي ډالره پانګونه شوې وه، غصب شوي دي. هغه د وطني غالیو قاچاق او ورته د بازارموندنې نه‌شتون څخه هم شکایت کوي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: “بله ستونزه د قاچاق ده، له سهار تر ماښامه زما مور، خور او لور زیار باسي او غالۍ اوبدي. دغه کار د دوو موخو لپاره کوي چې هم ځان لپاره روزي پیدا کړي او بله موخه یې د افغانستان نوم روښانول دي. ایا تاسو خبر لرئ چې افغانستان د غالیو له اړخه د نړۍ د ۸۰ هېوادونو په ډله کې لومړی ځای لري.»

 شمال کې د غالیو پلورونکي شکایت کوي، چې بانکي حسابونه یې بند شوي، مواصلاتي لارې تړل شوي او د اسلامي امارت مسوولان یې غوښتنو ته ځواب نه ورکوي.

له دې سره د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نو‌رالدین عزیزي ژمنه کوي چې د غالیو صنعت‌کارانو پر وړاندې د ننګونو له منځه وړلو لپاره به هرڅه ژر یوه حل ‌لاره پیدا کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده، سره له دې چې د افغانستان غالۍ نړۍ کې لومړۍ مقام لري، خو تل داسې اندېښنې مطرح شوي چې د نورو هېوادونو په نوم او مارک سره نړۍ ته وړاندې کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام