Asset 1SWN

د کورنیو چارو وزارت: روان کال د ۱۱۸۹۰ پېښو په تړاو نږدې ۱۷۰۰۰ کسان نیول شوي

FrqNswUWcAA4Y6a

د کورنیو چارو وزارت مسوولانو نن دوشنبه د کب ۲۹مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د ۱۴۰۱ کال له پیل راهیسې تراوسه هېواد کې ۱۱زره او ۸۹۰ جنايي پېښې رامنځته شوي دي.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د دغو پېښو په تړاو د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۶زره او ۶۵۸ شکمن کسان هم نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل چې د تېر یوه کال پر مهال د انسان تښتوونکو له منګولو ۴۴ کسان ازاد شوي او په یاده موده کې ۱۳ انسان تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او ۱۹۰ کسان بیا نیول شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند یاده خبري ناسته کې دا هم وویل چې روان ۱۴۰۱ کال سرحدي ځواکونو له هېواده بهر د ۳ میلیونه ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده.

د نوموړي په وینا، دې موده کې د ۱۶ کیلو ګرامه سرو زر د قاچاق مخه هم نیول شوي چې په تړاو یې ۴۱۹ کسان هم نیول شوي دي.

د یاد وزارت مسوولانو په وینا، د تېر کال پر مهال غوښتونکو ته شاوخوا ۳۵ زره د ګرځېدو او ۲۹ زره د چلولو جوازونه وېشل شوي او د هېواد په کچه ۱۴۰۰ ترافیکي پېښې ثبت شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت داسې مهال د بېلابېلو جرمونو په تړاو د یو‌شمېر کسانو د نیولو خبره کوي چې لا هم د هېواد په ځینو ولایتونو په ځانګړې توګه کابل کې خلک له وسله‌والو غلاوو شکایت کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل د یو‌شمېر اوسېدونکو په وینا، که څه هم د پخوا په پرتله دغه ښار کې غلاوې او د انسان تښتونکو پېښې خورا کمې شوي، خو زیاتوي چې اوس هم غلاوې کېږي. دوی له اسلامي امارت غواړي چې د امنیت ټينګښت کې کوټلي ګامونه واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام