شنونکي: ۱۴۰۱ کې افغانستان منزوي و؛ بلال کریمي: ډېری سفارت‌خونې پرانېستل شوي

افغانان داسې مهال د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې دویم لمریز کال پیلوي چې لا هم د افغانستان اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی. یو‌شمېر کارپوهان وايي چې د نړیوالې ټولنې له‌خوا د اوسني حکومت په رسمیت نه پېژندل او دوام یې لامل شوي چې افغانان زیان وویني.

د کورنیو چارو وزارت: روان کال د ۱۱۸۹۰ پېښو په تړاو نږدې ۱۷۰۰۰ کسان نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت مسوولانو نن دوشنبه د کب ۲۹مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د ۱۴۰۱ کال له پیل راهیسې تراوسه په ټول هېواد کې ۱۱زره او ۸۹۰ جرمي پېښې رامنځته شوي دي. د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د دغو پېښو په تړاو ۱۶زره او ۶۵۸  کسان هم نیول شوي دي.

یونېسف: پر خوارځواکۍ د اخته افغان مېرمنو او نجونو شمېر ۵۰سلنه لوړ شوی

یونېسف نن دوشنبه د کب ۲۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه سوېلي اسیا کې د یادې ادارې د خوار ځواکۍ برخې سلاکار زیوايي موریرا یو ویډیويي پیغام خپور کړی چې نوموړي په‌کې ویلي، افغانستان کې ۸۰۰زره ښځې او نجونې خوارځواکۍ سره مخ دي. نوموړی په دې ویډیويي پیغام کې وايي، دغه شمېر ښځو او نجونو کې د خوارځواکۍ د پېښو ۵۰سلنه زیاتوالی ښيي.

د هلمند مارجې ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت د خلکو شکایت

د هلمند د مارجې ولسوالي اوسېدونکي د یادې ولسوالي په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت څخه د نیوکې ترڅنګ وايي چې د یوه کوچني ټپ او ناروغۍ لپاره مرکز لښکرګاه ښار ته د درملنې لپاره سفر کوي.

د مارجې ولسوالي د اوسېدونکو په وینا، یاده ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو او روغتیايي مرکزونو د کمښت له کبله ډېری وخت ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

غور کې چاودنې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي

د غور امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د چاودنې له کبله د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

د مسوولانو په وینا، پېښه تېره ورځ د یاد ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «غورقند» کلي کې هغه مهال رامنځته شوې چې د یادې کورنۍ ماشومانو په یوه «لاسي بم» لوبې کولې.

نی: ۱۴۰۱ د افغانستان د رسنیو ټولنې لپاره له ناهیلیو ډک کال وو

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ (نی) یکشنبه د کب ۲۸مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې روان ۱۴۰۱ کال د افغان خبریالانو لپاره له ناهیلیو او ننګونو ډک کال وو.

د نی په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان خبریالان او رسنۍ د تېره یوه کال پر مهال له بېلابېلو ننګونو او اندېښنو سره مخ وې.

د لغمان ځینې تاریخي ځایونه بیارغونې ته اړتیا لري

د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د «سراج تاريخي کلا، د مهترلام بابا زيارت او شاهي منار» د دغه ولايت نوموتي تاريخي ځايونه بلل کېږي.

خو د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولان وايي چې په ټولیزه توګه په دغه ولايت کې شاوخوا ۵۰ تاريخي ځایونه شته چې یوشمېر یې بیارغونې ته اړتیا لري. بله‌خوا په لغمان کې يوشمېر فرهنګيان د ځينو رغول شويو تاريخي ځايونو ساتنې ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.