Asset 1SWN

نی: ۱۴۰۱ د افغانستان د رسنیو ټولنې لپاره له ناهیلیو ډک کال وو

مزار

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ (نی) یکشنبه د کب ۲۸مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې روان ۱۴۰۱ کال د افغان خبریالانو لپاره له ناهیلیو او ننګونو ډک کال وو.

د نی په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان خبریالان او رسنۍ د تېر یوه کال پر مهال له بېلابېلو ننګونو او اندېښنو سره مخ وې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ (نی) خبرپاڼه کې راغلي: «تېر یو کال د رسنیو کار له ننګونو او ستونزو خالي نه وو. بل‌خوا د ۱۴۰۱ کال پای د افغانستان د رسنیو ټولنې لپاره له غمه ډک و. د کال وروستیو ورځو کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېرېدو شاهدان یوو.»

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ (نی) همداراز زیاته کړې چې ۱۴۰۱ کال کې افغان خبریالانو ځاني او رواني خوندیتوب نه درلود او دې کال کې ډېری خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روان کال پر مهال په ځینو پېښو کې یوشمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ټپیان شوي او ځینې یې له ناوړه روحي او رواني وضعیت څخه ځورېږي.

نی لیکلي: «یو‌شمېر خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او اړ شوي چې هېواد پرېږدي. د افغانستان نیمايي رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شو او هغه چې پاتې ښه وضعیت نه‌لري. د روان وضعیت دوام د خبریالانو او رسنیو ټولنې اندېښنې راپارولي دي.»

د افغانستان د ازادو رسنیو بنسټ ټینګار کړی چې تمه لري د رسنیو او خبریالانو نړیوال ملاتړي بنسټونه له خبریالانو او رسنیو د ملاتړ په اړه پر کړیو ژمنو عمل وکړي، «څو نور د رسنیو د تړل‌کېدو او د خبریالانو د وزګارتیا شاهدان ونه‌اوسوو.»

نی له اړوند مسوولو چارواکو غوښتنه کړې چې د خبریالانو د امنیتي وضعیت او خوندیتوب په اړه اړین اقدامات وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې په تېر یونیم کال کې یو‌شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو او د اسلامي امارت د محدودیتونو له کبله تړل شوي او سلګونه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام