Asset 1SWN

پاکستان کې چاودنه؛ څلور پولیس وژل شوي او شپږ ټپیان دي

160421131940-pakistan-polio-police-officers-killed-crime-scene-super-tease

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد کې د یوې چاودنې پر مهال د یوه لوړپوړي پولیس چارواکي په ګډون څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

رسنیو نن پنج‌شنبه د مارچ ۳۰مه راپور ورکړی چې چاودنه نن سهار د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند په لکي مروت سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ویل کېږي چې چاودنه په سړک کې د خښ کړل شوي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې ده. د پاکستاني رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې د چاودنې له کبله شپږ پولیس ټپیان شوي هم دي.

تراوسه د یادې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتو کې پر پاکستاني نظامیانو او حکومتي چارواکو بریدونه زیات شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه هېواد کې د بریدونو ډېروالي سره هم‌مهاله ځایي خلکو د امنیت ټينګښت لپاره لاریونونه کړي او له حکومت یې غوښتنه کړې چې د سیمو امنیت خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام