Asset 1SWN

لکي مروت کې د وسله‌وال برید له امله درې پاکستاني پولیس وژل شوي

2221116109871668658112-0

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې د ناپېژنده وسله‌والو د برید له امله درې پاکستاني پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو له قوله نن یکشنبه د لیندۍ ۲۷مه راپور ورکړی چې برید بېګاه ناوخته د لکي مروت د سرای نورنګ تحصیل سیمه کې د پولیسو پر یوې تاڼې شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د رسنیو د راپورونو له مخې، پر دغې تاڼې د راکېټونو او نورو درنو وسلو بریدونه شوي دي. د پاکستان پوځ او د خېبرپښتونخوا ایالت مسوولانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د روان میلادي کال د نومبر میاشتې په ۱۶مه نېټه هم یاده سیمه کې پر پاکستاني سرتېرو برید شوی و چې له امله یې شپږ پولیس وژل شوي وو. د هغه برید مسوولیت «ټي‌ټي‌پي‌» ډلې پر غاړه اخیستی و.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، له هغه وخت راهیسې چې ټي‌ټي‌پي‌ له حکومت سره اوربند مات کړی، دغه هېواد کې پر پاکستاني سرتېرو او پوځیانو وسله‌وال بریدونه زیات شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکستان د حکومت له لوري د خپرو شویو شمېرو له مخې سږکال د دغه هېواد په خېبرپښتونخوا کې د وسله‌والو بریدونو له کبله ۱۲۰ پولیس وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام