Asset 1SWN

نیوزیلنډ دویمه ټسټ لوبه کې د پاکستان پر وړاندې ښکلې لوبه پیل کړې

351828

د نیوزیلنډ او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ له لومړۍ ټسټ لوبې وروسته دواړو لوبډلو نن دویمه ټسټ لوبه پیل کړه چې نیوزیلنډ په‌کې ښه پیل اخیستی دی.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره شوه، په مساوي توګه پای ته ورسېده. په لومړۍ ټسټ لوبه کې هم نیوزیلنډ ښکلې لوبه وکړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د روانې دویمې ټسټ لوبې پچه نیوزیلنډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د نیوزیلنډ دواړو پیلیزو لوبغاړو په ګډه د لومړۍ ورځې د ډوډۍ تر تمې ۱۱۹ منډې جوړې کړي دي.

ټام لېټهم چې په لومړۍ ټسټ لوبه کې یې هم سلیزه کړې وه، په روانه سیالي کې هم تراوسه ناسوځېدلې ۶۷ منډې جوړې کړې دي.

بل‌خوا له لېټهم سره ډېوېډ کانوې هم ښه ملګرتیا پیل کړې او په ناسوځېدلو ۵۱ منډو لوبه کوي.

پاکستان خپله لوبډله کې دوه چټک توپ اچوونکي نسیم شاه او حسن علي وراضافه کړي چې تراوسه د وېکټو په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نسیم‌شاه، حسن علي، میر حمزه، اغا سلمان او ابرار احمد هغه توپ اچوونکي دي چې په نننۍ لوبه کې یې د پاکستان لپاره توپ اچوونه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام