Asset 1SWN

هند او اسټرالیا په ټسټ لوبو کې خپل سیالان ماته کړل

351145

د ټسټ سیالیو په لړ کې هند خپل سیال بنګلدېش او اسټرالیا بیا د سوېلي افریقا د کرېکټ ملي لوبډلې ته په لومړۍ ټسټ لوبه کې ماته ورکړه.

د هند او بنګلدېش ترمنځ د دوو ټسټ لوبو په لومړۍ هغې کې هندۍ لوبډلې کوربه بنګلدېش ته د ۱۸۸ منډو په توپیر ماته کړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په دغه لوبه کې هند د خپلې توپوهنې په لومړي اننګز کې ۴۰۴ او په دویمه توپوهنه کې یې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۸ منډې جوړې کړې او بنګلدېش ته یې د ۵۱۳ منډو هدف ورکړ.

بنګلدېش لوبډلې چې په لومړۍ توپوهنه کې په ۱۵۰ منډو سوځېدلې وه، په دویمه توپوهنه کې یې هم د هند توپ اچوونکو پر وړاندې مقاومت ونشو کړای او ټوله لوبډله په ۳۲۴ منډو وسوځېده.

بل‌خوا کوربه‌ اسټرالیا لوبډلې خپلې مېلمه سوېلي افریقا ته په لومړۍ ټسټ لوبه کې سخته ماته ورکړه. له دې لوبې پرته دواړه لوبډلې به دوه نورې ټسټ سیالۍ هم وکړي.

د اسټرالیا او سوېلي افریقا ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه چې په برېزبېن کې ترسره شوه، سوېلي افریقا لومړۍ توپوهنه وکړه او ټولې لوبډلې ۱۵۲ منډې وکړې. د سوېلي افریقا د لومړۍ توپوهنې په ځواب کې اسټرالیا بیا ۲۱۸ منډې جوړې کړې.

سوېلي افریقا په خپلې دویمې توپوهنه کې یوازې ۹۹ منډې وکړې او اسټرالیا ته یې د ۳۴ منډو هدف ورکړ. اسټرالیا ورکړل شوی هدف د څلور لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او بریا یې خپله کړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه ټسټ لوبه به د روانې میلادي میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام