Asset 1SWN

پاکستان کې د انګلستان د کرېکټ لوبډلې ۱۳ لوبغاړي ناروغ شوي

25eng-markram-wkt

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډله چې دا مهال په راولپنډۍ کې ده، یو‌شمېر لوبغاړي یې د خوړو له امله ناروغان شوي او ښايي د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه یوه ورځ وځنډېږي.

یو‌شمېر رسنیو نن راپور ورکړی چې د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې نیمايي لوبغاړي پاکستان کې د خوړو له امله ناروغ شوي او ښه وضعیت نه‌لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ بیا یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د لوبډلې یو‌شمېر لوبغاړي او منجمنټ برخې ځینې کارکوونکي یې ناروغان شوي او هوټل کې د پاتې کېدو لارښوونه ورته شوې ده.

په ناروغو شویو لوبغاړي کې د انګلستان د ټسټ لوبو لوبدلمشر بن سټوکس هم شامل دی. د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ دا نه دي ویلي چې لوبغاړي د څه له امله ناروغ شوي دي.

بل‌خوا د انګلستان یوه لوبغاړي «جو روټ» نن راولپنډۍ کې یوې خبري ناسته کې د لوبغاړو د مسمومېدو راپورونه رد کړل او وویل: «فکر نه کوي چې دغه لوبغاړي د خوړو له امله مسموم شوي یا د کورونا ویروس له امله.»

په ورته مهال د دواړو لوبډلو د لوبډلمشرانو خبري کنفرانس چې باید نن ترسره شوی وای، د انګلستان د لوبډلمشر بن سټوکس د ناروغۍ له امله تراوسه نه دی ترسره شوی.

له دې وړاندې هم د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې یو‌شمېر لوبغاړو دغه هېواد کې د شل اووره سیالیو پر مهال د ناسمو خوړو څخه شکایت کړی و.

د انګلستان کرېکټ بورډ پاکستان ته د خپلې لوبډلې له لېږلو وړاندې لوبغاړو ته د خوړو برابرولو په موخه یو اشپز هم ګومارلی و چې له ملي لوبډلې سره یوځای پاکستان ته تللی دی.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

خو د اشپز له ګومارنې سربېره بیا هم پاکستان کې د انګلستان نیمايي لوبډله د خوړو له کبله ناروغه شوې او معلومه نه ده چې لومړۍ ټسټ لوبې ته به چمتو شي او که نه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام