Asset 1SWN

انګلستان د نړیوال جام پای‌لوبه کې پاکستان په ګونډو کړ

315293719_6394114250619242_3683858323856193681_n

د انکلستان د کرېکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا په کوربه‌توب د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په پایلوبه کې پاکستان ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه او د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام اتلولي یې وګټله.

دا په شل اووره سیالیو کې د انګلستان لوبډلې دویمه اتلولي وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پاکستان په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو انګلستان ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان لپاره په توپوهنه کې شان مسعود تر ټولو زیاتې ۳۸ منډې جوړې کړې.

د انګلستان لوبډلې که څه هم د توپوهنې پیل ښه، خو د لوبې په منځنیو اورونو کې یې لوبه ورو شوه چې وروستیو کې د بن سټوک ناسوځېدلو ۵۲ او معین علي د ۲۰ منډو پر مټ انګلستان لوبه کنټرول کړه.

انګلستانۍ لوبډلې د پاکستان ورکړل شوی هدف په ۱۹ اوور کې ترلاسه کړ او د دویم ځل لپاره د شل اووره سیالیو اتله شوه.

انګلستان له دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې په لومړي د شل اووره سیالیو اتلولي ګټلې وه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې همداراز له ۳۰ کلونو وروسته نړیوال جام له پاکستانۍ لوبډلې خپل غچ بېرته واخیست او پاکستان یې د ۱۹۹۲ نړیوال جام د اتلولۍ بیا تکرار ته پرې نه‌ښود.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام